May 11, 2021 16:04 Asia/Kabul
  • د  کډوالو پر مسئلو د غور لپاره له اروپایانو د ملګروملتو غوښتنه

 اوس ملګروملتو  رسما  له اروپا غوښتي دي ، د پناه غواړو په ضد دې غیر انساني اقدامات  ودروي  او  د برابر شوو قوانینو او معیارونو په اساس دې د دوي د وضعیّت په ښه کولو غور وکړي ؛ یوه داسې موضوع  چې لیرې ښکاري ،  د اروپائي  چارواکو پام  ورواوړي  او عمل پرې وکړي .

 اروپا ته د کډوالو د مخه کیدا له دوام  او له کډوالو سره په چلند کې د ځينو اروپائي هیوادونو دغیر انساني  کړچار په باب د ځينو راپورونو په خپریدا سره ، ملګروملتو  له اروپا غوښتي ، ددغې لوئې وچې  هیوادونو ته د کډوالو او پناه غواړو په  زیاتیدونکي څپې د غور د موضو ع په باب دې  له کارنده او اغیز شیندونکو رودو استفاده وکړي .

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو  لوړ کمیشنر فیلیپو ګرانډې په دې زمینې کې وئیلی دي ، دغه خلک یعنی پناه غواړي و چې په وروستیو شپو ورځو کې  ئې مونږ یو ځل بیا  اروپا ته د مدیترانې  له لارې  دتلو شاهدان یوو ، ښئ چې اروپا  د چارو په  اټکل کیدا کې  لازیاتو ښو میکنزمونو ته اړتیا لري .

 د ګرانډې څرګندونې په داسې حال کې دي چې ګارډيّن ورځپاڼې له دې مخکې ایشوا کړې وه چې  اروپائی هیوادونو د کرونادخوریدا په پړاؤ کې  ئې د کابو څلویښتو زرو پناه غواړو  د تلو بهیر د تم کیدا لپاره له بې رحمه رودو استفاده کړې ده،چې دکابو دوو زرو پناه غواړو د وژل کیدا لامل شوي دي . همداراز  دغې ورځپاڼې په وروستیو اونیو کې په مختلفو رودو سره د اروپائي هیوادونو په وسیله  د پناه غواړو د و یستلو تر ټولو سترو عملیاتو خبر ورکړی ؤ  .

د خپرو شوو راپورونو په اساس ،  د۲۰۲۰ کال له جنورۍ راهسې  دپناه غواړو  داحصایو له کمیدا سره سره ، اروپائي هیوادونو په تیره بیا  ایټالیا، مالټ ، یونان ، کرویشیا او  اسپانیا د کډوالۍ لاسخت سیاستونه اعمال کړي دي او له  اروپائي اتحادئې بهر هیوادونو او خصوصي کشتیو ته ئې پیسې ورکړي دي،څو له  پناه غواړو ډکې کشتۍدې په سمندر کې معلومې کړي او مسافران ئې زندانو ته ولیږدوي .

 په وروستیو څو کلونو کې  په سورئې کې په جنګ او دلویدیځي آسیا په ځینو نورو هیوادونو کې په ناکراریو او تاؤتریخوالو ، په ډيرو  افریقائي هیوادونو کې او همداراز په لیبیا کې د قدرتمند مرکزي حکومت  او اروپا ته د تیریدا دچینل په توګه  د مدیترانې سمندر ته ددغه هیواد د لاس رسي په نشتوالي پسې   اقتصادي اوسیاسی بحرانونه نه سبب شوي څو د افریقا او لویدیځي آسیا د بحران ځپلو  هیوادونو ډيری ښاریز په مختلفو  او خطرناکو لارو او رودو سره ځانونه  داروپا پولو ته  ورسوي . اروپا ته  د رسیدا لپاره ډير پناه غواړي د انسان د قاچاقبرو چینلونو قربانیان شوي  او  همداراز ئې په سمندر کې کشتۍ غرقې شوي  او خپل ژوند له لاسه ورکوي ،خو   هغه پناه غواړي چې  بریالي کیږي ، ځانونه اروپا ته ورسوي ، له ډيرو مشکلاتو اوترینګلتیاؤ سره  لاس او ګریوان دي .

 اروپائی هیوادونه  د انسان دوستۍ  او دبشری حقوقو  دپلویانو  دشعارونو په اپوټه ، په عمل کې  له پناه غواړو سره  غیر  انساني چلندونه کوي ، له دوي ډیری کسان په هغو کیمپونوکې   چې  دهستوګنې تر ټولو کم امکاناتو څخه برخمن دي ،ځاي په ځاي کیږي . ډيره پناه غواړي  هم  د  هغو اروپائي هیوادونو دپولو په بندیدا سره چې  له کرونائي بحران سره  لاس او ګریوان شوي ، میاشتې میاشتې کیږي ، د تړل شوو پولو تر شا  دمجوز په   انتظار کې پاتې دي . دغه شرائط په داسې حال   کې دي ، حتی هغه  پناه غواړي  چې په کیمپونو کې هم دیره دي ،کافي ،طبي ، رورغتیائي او درملیز  امکاناتو ته لاس رسی  نه لري  او  ورسره ډير بد چلندونه کیږي .  څه موده مخکې د د فرانسې د پلازمینې  پاریس  په رپوبلیک( جمهوری) چوک کې  د پناه غواړو  د کیمپونو د ړنګولو لپاره  د فرانسې پولیسو لاسوهنې ،د بشری حقوقو د پلویانو غوسه  او همدردي راپارولي  او خپرۀ  شوي انځورونه ښئ پولیسو د ډنډو او  اوښلن ګیس په زور سره پناه غواړي له خپلو خیمو بهر شړل .

 له بل پلوه  اوږدمهاله قرنطینه کول او  داقتصادي ودې د اندازې  کمیدا  هم پولیسو ته یوه بله پلمه هم ورکړې چې   اروپائي چارواکو  ورڅخه پرپناه غواړو ددباؤ داچولو او د دوي د ویستلو  لپاره  استفاده کوي. 

 اوس ملګروملتو  رسما  له اروپا غوښتي دي ، د پناه غواړو په ضد دې غیر انساني اقدامات  ودروي  او  د برابر شوو قوانینو او معیارونو په اساس دې د دوي د وضعیّت په ښه کولو غور وکړي ؛ یوه داسې موضوع  چې لیرې ښکاري ،  د اروپائي  چارواکو پام  ورواوړي  او عمل پرې وکړي .

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه