May 13, 2021 06:39 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر د اسلامي هیوادونو مشرانو ته د اختر مبارکی وویل

د ایران ولسمشر د اختر په مناسبت د اسلامي هیوادونو مشرانو ته د مبارکۍ په پیغام کې وویل: ډاډمن یم چي د اسلامي هیوادونو د مشرانو د ګډو هڅو په ړنا کې د نړۍ د مسلمانانو تر مینځ یووالی او مینه لا پیاوړی کیږي.

حسن روحانی په دغه پیغام کې وویل: کوچني اختر د روژه نیوونکو او د خدای د صالحو بندګانو لپاره د خوشحالۍ ورځ ده چي خپل ځانونه د رمضان د مبارکي میاشتي په ړنو اوبو ولمباوه او د نفس د تزکیې په وسیله د الهی دربار په وړاندې په خپل بندګی ویاړ کوي.

د ایران ولسمشر د مبارکۍ په پیغام کې هیله وښوده چي د دغه نیکمرغه اختر په برکت په نړۍ کې د کرونا د ټغر د ټولېدو کتونکي ووسو.

 

 

ټیګونه