May 26, 2021 04:21 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سوک‌وهنې  لوبغاړی  د اسیائي جام  په سیالیو کې وځلېد

د اسیا اتلولۍ سیالۍ په اماراتو کې روانې دي او دا سیالۍ د مئ میاشتې له ۲۱ تر ۳۱ پورې د ۳۴ آسيائي هېوادونو په ګډون سره ترسره کېږي.

 

زمونږخبریال راپور راکړ    دافغانستان د سوک وهنې لوبغاړی سلطان محمد نعیمي    په  متحده عربی اماراتو کې د آسیائي جام د لوبو په سیالیو کې په ۶۴ کیلوګرامه وزن کې خپل بحرینی سیال مات کړ.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې ویاند مجیب قاري‌زاده پرون ناوخته خبری رسنیو ته وئیلي دي ،  د سیالیو په لومړي ورځ رامش رحماني د ٥٢ کیلو ګرام وزن په درلودو سره  توانېدی چې خپل فیلیپیني سیال ته ماتې ورکړي.

نوموړي دا هم وویل چې د سیالیو په دوهمه ورځ حسیب‌الله ملک‌زاده هم وتوانېده چې خپل تاجکستاني سیال او سلطان محمد نعیمي په ۶۴ کیلوګرامه وزن کې خپل بحریني سیال مات کړي.

د اسیا اتلولۍ سیالۍ په اماراتو کې روانې دي او دا سیالۍ د مئ میاشتې له ۲۱ تر ۳۱ پورې د ۳۴ آسيائي هېوادونو په ګډون سره ترسره کېږي.

 

ټیګونه