Jun 13, 2021 12:11 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو دکابل چاپ ځيني نننۍ ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو ،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

دا هم د تهران  چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل ننني انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، په ملګروملتو کې  د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر اود ایمی استازي مجید تخت روانچي وئيلي دي ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب د امریکائي حکومت د سیاست دبدلیدا په باب ددغه هیواد د حکومت ادعاګانې د خبرو تر حده دي او په عمل کې   د ایران په ضد دامریکا د زیاتره دباؤ سیاست  هماغه راز دوام لري .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،دکینیډا په لسګونو زره خلکو د هغې څلور کسیزې مسلمانې کورنۍ په ملاتړ کې چې  تیره اونۍ د  یوه ټرک توکمپال ډرائيور  په وحشي ډوله حملې کې وژل شوي ،سترې مظاهرې وکړې .همداراز په پاکستان کې هم  په دې اړه مظاهرې شوي او د  پاکستان له حکومته ئې غوښتي دي په نورو هیوادونو کې دې د پاکستانیانو د ژوند د ساتنې جدي اقدامات وکړي .

د سورئې د پوځي لوئې څارنوالۍ خبریالانو ته  دشواهدو او مدرکونو په ښودلو سره ،  په سورئې کې د ترهه ګرو په روزنې کې د امریکائي نیواکګر پوځ  له روله پرده پورته کړې او ټينګار ئې کړی دی ، امریکایان اصولا په سورئې په دوو دلیلونو شتون لري ،  لومړی د ترهه ګرو روزنه او دوهم  دسورئې دشتمنیو چور تالان .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د عراق په ذی قار ښار کې لسګونو خلکو د دغه هیواد دلومړي وزیر مصطفی  الکاظمي په ګاډي چې د آرامښت لپاره دغه ولایت ته تللی ؤ ، حمله کړې  او وئیل کیږي ، چې د ګاډي شیشې  ئې ورماتې کړي دي .التبه هغه ته کوم تاوان نه دی رسیدلی .

په داسې حال کې چې د امریکانیواکګر او ترهه ګر پوځیان له افغانستانه د وتلو په حال کې دي ،واشنګټن  له ځینو بهیرونو سره یو ځاي ، د افغانستان د حکومت او ملت په ضد سخت نفسیاتي او پروپګنډيز جنګ  ته مخه کړې  دوي په افغانستان کې ځيني ډيپلوماټيک مرکزونه تړلي او ادعا ئې کړي چې نور سفارتونه هم دخپلو ډيپلوماټیکو مرکزونو په تړلو پسې دي .

داهم د تهران ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل ننني انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلۍي دي ،د ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچي  د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي رابرټ مالي ته په کلک  ځواب کې وئیلي دي ، اقتصادي ترهه ګري ، هغه هم د کرونائي بحران په اوج کې ،د بشریّت په ضد یو ښکاره  جنایت دی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، دایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  د امریکا دخارجه وزارت له خوا د یو شمیر  ایرانیو کسانو په ضد دبندیزونو دلغوه کیداپه غبرګون کې وئیلي دي ،د بندیزونو له لیسټه د یو شمیر خپلې خوښې کسانو د نامو ویستل  نه د جامعې نړیوالې ايټمي موافقې له خبرواترو سره کومه اړه لري او نه هم  پکې د ښه نیت کومخ نښه نښانه يکې ښکاري .  

د ایران د هوا فضا دفاعي سسټم دغونډ قوماندان سردار قادر رحیمزاده  وئیلي دي ، دایران فضائي حدود د سیمې تر ټولو  امنه  او  باثباته فضا ده.

د جرمني جارجه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره   د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء لپاره د مرکچي ټيمونو د نرمښت ښودلو غوښتنه کړې ده .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، د سورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې ددغه هیواد پو ځ او د مقاومتي چورلیز ځواک  د تکفیری ترهه ګرو پر پټنځایونو  او مورچلو باندې په پاکونکو عملیاتو سره  یوشمیر کلي او ښارګوټي  آزاد او د تکفیریانو زیات شمیر پوځي تجهیزات او مهمات هم تباه کړي او یو شمیر جنایتکار ئې نیولي هم دي .

 د افغانستان   کابل یو ځل بیا په داسې حال کې   بم چاودنو لړزولی چې  وئيل کیږي ،  په قطر کې د کابل حکومت او طالبانو ډلې مرکچي ټيمونه  د سولې په سر یو ځل بیا سره غونډ شوي   دي .

 دپاکستان د راتلونکي مالی کال بجټ په ولسی جرګې کې وړاندې شوي چې اپوزیشن لوري ئې بائيکاټ کړی  البته وئيل کیږي ، چې د تیر کال په نسبت دغه بجټ  د ولس لپاره نرمښت لرونکی دی .

د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ  د راتلونکو انتخاباتو   د اوو کاندیدانو ترمینځ  وروستۍ ټيلیویژني چینل  مناظره پرون ناوخته شوي  او ټاکل شوې ده ،چې  د ایران دو لسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ  انتخابات د غبرګولې په اته ویشتمه یا د جون په اتلسمه نیټه ترسره کيږي.

  داهم د  تهران چاپ رسالت ورځپاڼه دچې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دي ،د ا یران د پوځ لوي درستیز سردار عبدالرحیم موسوي د ولسمشرۍ  راتلونکي انتخابات ، د هیوادپه برخلیک  کې د خلکو دګډون او د ولس د مشکلاتو د حل لپاهر  یو فرصت بللی او وئيلي ئې دي ، مشکلات به یوازې په انتخاباتو کې په زیات اکثریّت ،ځيرتیا او هوښیارتیا سره په  شتون  حل شي .

د ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچي  وئیلي دي ،فکر نه کوم په ویانا کې په روانو خبرواترو کې  په دغې اونۍ کې کومې نهائي جمع بندۍ ته ورسیږو ، باید د ایران دملی ګټو ساتل په لومړي لومړیتوب کې وي .

 ورځپاڼې په دوام کې بیا زیاته کړې ده ، د لبنان البناء ورځپاڼې مسئول چلونکي ناصر قندیل ټينګار کړی ،سعودیان  هغو شرائطو ته په پام سره چې ورسره لاس او ګریوان دي ، په یمن کې به په ماتې له اعترافه پرته بله هیڅ  چاره ونه لري .

د امریکا  پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ په اوسني ولسمشر جوزف بایډن بانډې په ملنډو وهلو سره  وئيلي دي ،خیال دې کوي،، چې  ولادیمیر پوتین سره  په کتنې کې ویده نه شي .

 دفرانسې یوې محکمې  هغه فرانسیسی  ښاریز په اتلس میاشتني بند محکوم کړی چې د دغه هیواد  ولسمشر آمانوئل ماکرون ته ئې څپیړه ورکړې وه .

د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا...   په یولړ څرګندونو کې په ډاګه  کړې ده ، دوحشي صهیونیسټي رژيم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو لالهانده شوی دی ،  ممکمه ده حماقت وکړي ،خو یاد دې وساتي چې ډیره درنده څپیړه به وخوري .

د امریکا په یوه ښار کې د فارغ التحصیلانو په  یوه جشن کې په ډزو کې درې کسان   وژل شوي او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .

په افغانستان کې د حکومتي ځواک او وسلوالو طالبانو او نورو مخالفانو ترمینځ په جنګ جګړو  او اخ و ډب کې  بیا په لسګونو کسانو وینه توي شوي  او داهم وئیل کیږي ،دغه شخړې او ترینګلتیاوې  په داسې  حال کې په زیاتیدا دي چې په قطر کې یو ځل بیا د افغان حکومتي مرکچي ټيم او د طالبانو ډلې د پلاوي ترمینځ بیا  خبرې اترې پیل شوي دي .

د سعودي عربستان  په ختیځي سیمو کې یو ځل بیا  د آل سعود رژيم  د امنیتی مامورانو په لاس د سوله ایز اعتراض کونکو خلکو اعتراضونه په سخته ځپل شوي  او وئیل  کیږي ، چې  یو شمیر سوله غواړي اعتراض کونکي  نیول شوي هم دي .

Image Caption

 

 اوس  هم راګرځو د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته چې  له انټرنیټه مو راخستي   او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

د کابل چاپ مسیر ورځپاڼې لیکلي، سره له دې چې په دې هېواد کې د کرونا دریمه څپه هره ورځ د خلکو ژوند اخلي او هره ورځ سلګونه خلک پر دې ویروس اخته کېږي، خو د حکومت کمزوری مدیریت هغه څه دي چې اندېښنې یې راپورته کړې دي.

په دغې ورځپاڼه کې وړاندې راغلي، د کرونا درېیمه څپه په ټوله نړۍ کې خطرناکه بلل شوې، خو په افغانستان کې ئې څوک دومره پروا نه‌کوي، قرنطین نه مراعت کېږي، دا په داسې حال ده چې د کرونا وبا د لومړۍ څپې په څېر مالي امکانات هم نه‌شته.

مسیر ورځپاڼې د  ټولو شویو معلوماتو پر اساس لیکلي، روغتونونه د درملو، بسترونو او اکسیجن له کمښت سره مخ دي،وضعیت ترینګلی دی، هره ورځ زرګونه مشکوکې پېښې آزمویل کېږي. په دې کې سلګونه‌یې داسې وي چې مثبتې راوځي، د کرونا له امله د مړو شمېر هم ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دی، خو د روغتیائي چارو  وزارت یوازې له خلکو د مرستې غوښتنه کوي او وایي، د دوی سپارښتنې باید عملي کړل شي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د حکومت مسؤلیت دی ، پوهه کسانو سره تر سلا مشورو وروسته ستونزې پای ته ورسوي او د دې نړیوالې وبا د کنټرول لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

         د کابل چاپ  افغانستان ورځپاڼې هم په دې هېواد کې د کرونا ویروس پراخېدو ته په اشارې ټینګار کړی چې د عامې روغتیا وزارت له لوري نیول شوي تدابیر بسنه نه‌کوي او باید جدي اقدامات وشي.

ورځپاڼې نیوکه کړې چې ډېری دولتي ادارې چې په لوړ شمېر خلک ورځي اوس هم پرانیستې دي او عامه ځایونو کې لاهم قرنطین جدي نه‌نیول کېږي.

ورځپاڼه لیکي، د کرونا لومړۍ او دوهمې څپې په پرتله درېیمه څپه خورا ګواښوونکې ده او که د خلکو له لوري دا ویروس جدي ونه ګڼل شي او روغتیايي سپارښتنو ته پام ونه‌شي، نو افغانستان به له یو لوي  ناورین سره مخ شي چې بیا به‌یې کنټرول نا ممکنه وي.

ورځپاڼه پر خلکو غږ کوي چې قرنطین جدي وګڼي او د ګڼې ګوڼې څخه ډډه وکړي او روغتیایي سپارښتنې په پام کې وساتي.

   هېواد ورځپاڼې ټینګار کړی چې د مکې له حرمه دې د افغان سولې لپاره پورته شوی غږ بدرګه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان په کوربه‌توب د افغانستان، پاکستان او سعودي عربستان دیني علماوو اعلان  کړ ی چې له ديني اړخه په افغانستان کې جګړه هېڅ شرعي دليل نه‌لري او دا جګړه دې ژر تر ژره بنده شي.

ورځپاڼې لیکلي، د پاکستاني ترهګرۍ او په افغانستان کې د پاکستان مخامخ جګړې په اړه په نړيواله کچه هم غبرګونونه ښکاره کېږي.

خو د ورځپاڼې له قوله، اندېښنه دا ده چې لا هم  دپاکستانیو عالمانو او مفتيانو په جامو کې ځیني پاکستاني عالمان په افغانستان کې دا جګړه جهاد بولي.ورځپاڼې ټینګار کړی چې د کعبې د دې کنفرانس پرېکړې بايد د نړيوال ملاتړ تر سيوري لاندې عملي شي او د ترهګرۍ اصلي ملاتړي خپله سزا وویني.

 

ټیګونه