Jul 13, 2021 04:15 Asia/Kabul
  • د یورو کپ فاینل د انګریزانو توکمپالنه یوځل بیا په ډاګه کړه

د انګلستان تورپوستي فوټبالران په ټولنیزو شبکو کښې له توکمپالو حملو سره مخامخ شول

وړمه شپه د لندن په ویمبلی لوبغالي کښې د انګلستان او ایټالیا د فوټبال ټیمونو ترمینځ د یورو کپ فاینل لوبه ترسره شوه.

تر ټاکلي وخته پورې دواړو لوبډلو ۱-۱ ګول کړی و چې دا شان د لوبې فیصله پنالټي شوټس ته پاتې شوه. په پنالټیو کښې انګلستان ۲-۳ له ایټالیا څخه ماتې وخوړله او داشان ایټالیا د یورو کپ ۲۰۲۰ اتل شو خو دغې ماتې انګریز تماشه چیان او د فوټبال مینه وال او هم حتی د شاهي کورنۍ غړي سخت خفه کړل.

د لوبې له بایللو وروسته په لندن کښې قهریدلو انګریزانو د ایټالیا د ټیم په مینه والو باندې بریدونه وکړل او هغوي یې سخت ووهل.

له بلې خوا په پنالټیو کښې د ګول نه کولو په وجه د انګلستان د ټیم په تور پوستو لوبغاړو باندې په سوشل میډیا یا ټولنیزو رسنیو کښې سختې نیوکې هم وشوې.

البته د بریطانیا وزیراعظم بورس جانسن او فوټبال ایسوسي ایشن د ټویټر له لارې د تورپوستو لوبغاړو په هکله دغه رویه سخته وغندله او وايي چې دا یو خطرناک کار دی، له تعصبه دې لاس واخیستې شي او د ملي ټیم باید قدرونه وشي.

 

ټیګونه