Jul 29, 2021 14:37 Asia/Kabul
  • د روسيې او اسلامي نړۍ نړيواله اقتصادي غونډه

د روسيې او د اسلامي تعاون د تنظيم د غړيو هېوادونو چې کازان ټولنه نوميږي دولسمه نړيواله غونډه د تاتارستان پ پائتخت کښې شروع شوه.

د آناتولي خبري آژانس د رپوټ له مخې دغه غونډه په حلال اېکسپو نومې نندارتون سره شروع شوه او پکښې له  څلورو زرو زيات کسان ګډون لري.د تاتارستان ولسمشر رستم مينيخانوف د دغه نندارتو د پرانېستې په مراسمو کښې په يوه وينا کښې وويل: د روسيې د اقتصادي پراختيا له وزير ماکسيم رشتنيکوف سره مو د لا زياتو پانګه والو او ګډون کؤنکو د جلبولو لپاره په پراخه جغرافيا کښې د داسې پروګرامونو د پراختيا لارې چارې څېړلې دي.

د روسيې د اقتصادي پراختيا وزير ماکسيم رشتنيکوف هم وويل، په روسيې کښې د مسلمانانو شمېر تقريباً شلو ميلينو ته رسيږي چې دغه شمېر خلق د هغو نړيوالو شرکتونو لپاره چې په دغه  غونډه کښې شتون لري يو لوے فرصت دے او مطمئنه اوسئ چې هغه کارونه چې دلته کښې لاسليک شي په فيډرل سطح باندې به يې زيات ملاتړ اوشي.

د دغه رپوټ له مخې دغه غونډه په روسيې کښې د اسلامي مالي ادارو پراختيا ته د هڅونې او د روسيې او د اسلامي تعاون د تنظيم د غړيو هېوادونو ترمېنځ د تجارتي، اقتصادي، سائنسي، علمي، فني، اجتماعي او کلتوري تعلقاتو د پياوړتيا په هدف سره کيږي. د کازان ټولنې دغه غونډه به د روانې جولائۍ د مياشتې په دېرشمه نېټه ختمه شي.

 

ټیګونه