Jul 30, 2021 16:01 Asia/Kabul
  • په جنيوا کښې د روسيې او امريکې د سټراټيجک ثبات خبرو اترو ماتې

له مودو مودو انتظاره ورسته بالاخره په جنيوا کښې د روسيې او امريکې ترمېنځ د سټراټيجک ثبات خبرې ترې اوشوې. د روسيې مرستيال خارجه وزيء سرګئ ريابکوف او د امريکې د خارجه وزير د قائم مقامې او اصلي مرستيالې مېرمن ونډي شېرمن په جنيوا کښې د وسلو د کنټرول په باره کښې صلاح مشورې وکړې. خو په دې اړه د هيلو باوجود دغه خبرې اترې له ماتې سره مخامخ شوې.

ريابکوف له دغې کتنې وروسته وويل، په جنيوا کښې د روسيې او امريکې پلاوي له اېټمي او غېر اېټمي مهماتو سره د يرغليزو او دفاعي وسلو په باره کښې د خبرو اترو په لړ کښې موافقې ته ونه رسېدل. هغه زياته کړه مونږ د مقصد لپاره کوشش کوو او دا مسئله پټه نه ده او غواړوو په هغه چوکاټ کښې چې مو اعلان کړے دے په باره کښې يې خبرې اترې وکړوو، خو له امريکائي لوري سره د دې موضوع په باره کښې موافقې ته ونه رسېدوو.

امريکې د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په دوران کښې د وسلو د کنټرول له معاهدو د وتلو بهير غوره کړ او په دې لړ کښې وړومبې د مېنځنۍ فاصلې د ايټمي ځواکونو له معاهدې آئي اېن اېف څخه او بيا د پرانېستو آسمانونو له معاهدې ووته. په ورپسې مرحله کښې د ټرمپ حکومت د وسلو له کنټرول سره د اړوندې باقي پاتې مهمې معاهدې يعنې د نوي سټارټ معاهدې د تمديد لپاره د يو لړ شرطونو په مطرح کولو سره په عملي توګه د دغې معاهدې د دړې وړې کولو زمينه برابره کړه. دغه شرطونه په دا ډول وو: د دغې معاهدې له تمديد سره په اړوندو خبرو اترو کښې د چين شاملېدل او د روسيې د وسلو له ډېپو څخه د الټراساؤنډ وسلو ختمول وو چې دغه شرطونه د بيجنګ او ماسکو له سخت مخالفت سره مخامخ شول، خو د دغو مسائلو باوجود ورسيه تل د نوي سټارټ معاهدو د تمديدولو غوښتونکې ده.

په دې لړ کښې د پام وړ ټکے دا دے چې د بائيډن حکومت د امريکې د کلي تګلارې په لړ کښې چې تل په خپلو دښمنانو او سيالانو باندې تورونه لګوي او ځان له هر ډول غلط اقدام او رويې څخه مبرا ښئي په دې باره کښې هم کوشش وکړ چې يوې طريقې سره د روسيې لخوا ادعاي ايټمي خطرد نوي سټارټ معاهدې د تمديد لپاره د خپل اقدام وجه وګڼي. په داسې حال کښې چې حقيقت دا دے چې امريکې په خاصه توګه د ټرمپ په دوران کښې په زمکنيو، سمندري او هوائي اړخونو کښې د ايټمي وسلو نوي کولو په لړ کښې ستر ګامونه پورته کړل د خپلو ايټمي اسحله خانو بيا سنبالولو لپاره يې په ميليارډونو ډالر بيل کړل او دغه بهير د بائيډن په دوران کښې هم دوام موندلے دے.

په عېن حال کښې بائيډن وعده ورکړه چې له روسيې سره چې د نړۍ ترټولو لويه ايټمي اسلحه خانه لري د سټراټيجک ثبات د رامنځته کولو لپاره خبرې اترې شروع کوي.دا مسئله په خاصه توګه په جنيوا کښې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پيوټن سره د جوبائيډن د وروستۍ کتنې په وخت مطرح شوه او په دې چوکاټ کښې وټاکل شوه چې امريکائي او روسي پلاوي به په جنيوا کښې په دې اړه کتنه او صلاح مشورې وکړي. خو د واشنګټن د سخت دريځ په وجه چې له دې مخکې هم په ځلونو د اېټمي وسلو له کمولو سره په اړوندو خبرو اترو کښې د خنډه اچونې سبب شوے دے دا ځل هم ، هغه ډول چې هيله کېده په جنيوا کښې په وروستيو خبرو اترو کښې څه کاميابي ترلاسه نه شوه.

نو ځکه هيله کيږي چې امريکه به د نويو اېټمي وسلو د پراختيا په وجه رامنځته شويو منفي نتائجو ته په بې پامۍ او له آئي اېن اېف معاهدې څخه وتلو ته په پام سره بې له څه خنډه د لنډې او مېنځنۍ فاصلې ويشتونکو مختلفو اېټمي او غېر اېټمي کروز او بالېسټک توغنديو د پراختيا او  ځاے پرځاے کولو په لار کښې حرکت وکړي. دا چاره په مسلمه توګه د روسيې د متقابل ردعمل سبب شوه او په دا ډول په عملي توګه د دغو دوو اېټمي قوتونو ترمېنځ نوې وسله ايزه سيالي شروع کيږي. البته د چين، فرانسې او برطانيې په شان نور اېټمي هېوادونه به هم له امريکې او روسيې څخه د نه په شاپاتې کېدو لپاره د ايټمې توغنديو او وسلو د لا زياتې پراختيا په تکل کښې شي او دا چاره به د نړۍ په سطح کښې د سټراټيجک ثبات او قرارۍ د کمېدو سبب شي.

------

 

ټیګونه