Aug 01, 2021 04:24 Asia/Kabul
  • د ایران وسله وال ځواکونه په ترکیې کښې اور وژنې ته ورغلې دي

د ایران د دفاع وزارت د اور وژنې د هوايي کنټرول او ملاتړ د مرکز مشر د دې هیواد د وسله والو ځواکونو له خوا د ترکیې په ځنګلونو کښې د اور وژنې د عملیاتو خبر ورکړ

د ایران د دفاع وزارت د اور وژنې د هوايي کنټرول او ملاتړ د مرکز مشر د دې هیواد د وسله والو ځواکونو له خوا د ترکیې په ځنګلونو کښې د اور وژنې د عملیاتو خبر ورکړ

د ایرنا د خبر له مخې کیپټن محمد مهدي نوري آل آقا زیاته کړه: پرون مازیګر د ایران د اور وژنې د عملیاتو ټیم او ورسره د ایراني ماهرانو په لاس ډیزاین شوې د اور وژنې الوتکه د ترکیې مولا ښار ته ورسیده.

هغه د سیمه ایزو بادونو الوتلو او نورو سیمو د اور پراخیدو ته اشاره وکړه او ویې ویل: د ترسره شویو غږملتیاؤ په برکت هیله لرو چې په راتلونکو ورځو کښې سیمې ته د دوو نورو چورلکو د ظرفیت په زیاتولو سره وتوانیږو لازیاتو سیمو ته د اور د رسیدو مخه ونیسو.

د ترکیې د لویدیځ، جنوب لویدیځ او ځینو جنوبي سیمو په ځنګلونو کښې اور د لګیدو له ۵۰ ساعتونو د ډیر وخت له تیریدو سره سره اور وژونکي ځواکونه په ځینو سیمو کښې د دغه اور په کنټرولولو کښې پاتې راغلي دي.

په دغه اور لګیدنه کښې تراوسه سلګونه هیکټاره ځنګلونه ایره شول او د ماناوګاټ په شان ځینو ښارونو کښې یې لسګونه کورونه هم وسوزول.

په دغو پيښو کښې تراوسه لږترلږه ۶ تنه مړه شوي دي خو د ترکیې چارواکي وايي چې د مړو د شمیر د زیاتیدو احتمال شته دی.

 

 

 

 

ټیګونه