Aug 03, 2021 06:45 Asia/Kabul
  • د میانمار د پوځ قومندان د خپلې وزیراعظمۍ اعلان وکړ

د میانمار د پوځ او کودتا قومندان د دغه هیواد تر انتخاباتو د پاتې دوو کلونو لپاره ځان وزیراعظم وباله

د میانمار د پوځ او کودتا قومندان د دغه هیواد تر انتخاباتو د پاتې دوو کلونو لپاره ځان وزیراعظم وباله

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې مینګ اونګ هلینګ د پوځي حکومت وخت چې شپږ میاشتې مخکښې یې د آنګ سان سوچي له څنګته کولو وروسته د مارشل لاء د ختمولو او د ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره ټاکلی و، د ۲۰۲۳ کال تر آګست میاشتې یې تمدید کړ.

د فرورۍ په اوله نیټه د میانمار د پوځ د کودتا له پیلیدو څخه په میانمار کښې په رامینځته شوي ګډوډي او د معترضانو په ځپنه کښې له ۹۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

 

ټیګونه