Aug 03, 2021 16:35 Asia/Kabul
  • د افغانستان دسولې له خبروسره د ایران په یوځاي کیدا دامریکاپه مخالفت افسوس دی

ایران  او پاکستان  اساسا د افغانستان د بحراني حالاتو په حل کې  تر ټولو مهم ا و بانفوذه هیوادونه  دي او ددغې ډلې پنځم غړی کیدلی شي ..

فارس خبری اژانس راپورورکړی ،  د افغانستان په چارو کې دروسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف  نن  د روسیې  د اکاډمۍ په   ګورباچوف فاونډیش  کې  په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې   د روسیې ، چین ، امریکا او  پآکستان څخه په جوړشوي   دافغانستان  دسولې د څلور اړخیزو خبرواترو  دد آسانولو لپاره  له یوې ډلې سره د ایران له یو ځاي کیدا سره د امریکا دمخالفت په باب په افسوس ښودلو سره  ووئیل ، ایران  او پاکستان  اساسا د افغانستان د بحراني حالاتو په حل کې  تر ټولو مهم ا و بانفوذه هیوادونه  دي او ددغې ډلې پنځم غړی کیدلی شي ..

له دې مخکې  په هندوستان کې د روسیې د سفارت ویندوي هم  دافغانستان د سولې د خبرواترو دآسانولو لپاره  په یوې ډلې کې د  ایران او هندوستان  دشتون لپاره  د ماسکو وړاندیز ته په اشارې سره  وئیلي وو ، دغه اقدام ددغې ډلې پوټینشل  نوره هم زیاتولی شي . د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  له دې مخکې وئیلي وو ، د افغانستان دسولې  دخبرواترو په ټرائيکا ډلې کې د بانفوذه بهرنیو لوبغاړو د ورځای کولو امکان مطرح کړی  او وئیلي ئې وو ،په افغانستان کې د ښکیلو لورو ترمنیځ  له خبرواترو وروسته حالات نوره هم ترینګلي شوي دي چې باید ګاونډی هیوادونه په دغو خبرواترو کې شریک شي .

 

ټیګونه