Aug 04, 2021 12:47 Asia/Kabul
  • امریکا د ویانا خبرواترو ته د بیرته ستنیدا لپاره تیاره ده

د ایران لوړپوړو چارواکو  په کرتو وئیلي دي امریکا نړیواله  ایټمي موافقه  په یو اړخیز ډول پريښودلې  او په غیر قانوني ډول ترې وتلې  ده ، نو باید په همدې اساس دې بیرته له خپلو ټولو ژمنتیاؤ سره سره  وګرځي 

 د سپينې ماڼۍ  ویندوئې جن ساکي  بیګا په  خبري کنفرانس کې  وئيلي دي ، واشنګټن  د جامعې نړیوالې ایټمي  خبرو اترو د دوام په خاطر  ویانا ته د بیرته ستنیدا لپاره بشپړ تیار دی .  هغې وئیلي دي ،  مونږ په بشپړ ډول ددغو نړیوالو ایټمي خبرواترو لپاره ویانا ته د بیرته  تلو ته تیار یوو ،  او هیله مند یوو، ددغه کار لپاره لا فرصت  وي .

 هغې په دوام کې  د ایران دسوله ایز ایټمي پروګرام په ضد د امریکائی چارواکو د پيوستون    ادعاګانې   تکرار کړې او مدعي شوې  اټکل نه کوو چې  په دې باب دتهران د چلند په باب دمونږ درستې اندیښنې لیرې شي .

داپه داسې حال کې دي چې د ایران لوړپوړو چارواکو  په کرتو وئیلي دي امریکا نړیواله  ایټمي موافقه  په یو اړخیز ډول پريښودلې  او په غیر قانوني ډول ترې وتلې  ده ، نو باید په همدې اساس دې بیرته له خپلو ټولو ژمنتیاؤ سره سره  وګرځي  څو دغه نړیواله ایټمي موافقه دوام وکړي  او ایران به هم دامریکا له بیرته ستنیدا او د بندیزونو له ختمیدا او  دغه راز د ایران له خوائې  له تاییدیدا وروسته  ددغې نړیوالې ایټمي موافقې په اساس خپلې ژمنې بیرته  اجرا کړي .  

 

ټیګونه