Aug 19, 2021 04:48 Asia/Kabul
  • د حسیني عاشورا او د دریم معصوم امام د شهادت تسلیت ومنئ

نن د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې لسمه نیټه، د حسیني عاشورا او د امام حسین علیه السلام د شهادت کلیزه ده

د شهیدانو سالار او د جنت د ځوانانو سردار حضرت امام حسین علیه السلام او د هغوي وفادار ملګري د ۶۱ هجري قمري کال د محرم یا امامانو د میاشتې په لسمه نیټه په کربلا کښې شهید کړی شول.

امام حسین علیه السلام له مکې نه د کربلا په لور د تګ په ټوله لاره او تر شهادته پورې په ډاګه ویل: له دې حرکت نه زما مقصد د یزید د اسلام ضده حکومت رسوا کول او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ژوندي کول او د ظلم او ستم په وړاندې اودریدل دي او د قرآن کریم له ملاتړ او د سوچه محمدي اسلام له ژوندي ساتلو پرته مې بل هیڅ هدف نشته.

د ایران مؤمن او مسلمان خلک د محرم په میاشت کښې په تیره بیا د هغې په نهمه او لسمه نیټه چې حسني تاسوعا او عاشورا بلل کیږي، په امامباړو او جوماتونو کښې عزدارۍ او ماتمونه کوي.

مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو او د رسول ا... مبارک د پاکې کورنۍ مینه والو او په تیره بیا خپلو ګرانو اوریدونکو ته د امام حسین علیه السلام د شهادت تسلیت او تعزیت وایو.

 

ټیګونه