Sep 06, 2021 06:29 Asia/Kabul
  •    په اربعیّن دستوروکې محدودو بهرنیان ګډون کولی شي

د حضرت امام حسین علیه السلام د   اربعیّن په دستورو کې د ګډون لپاره  دایران  دیرش زره زیارتوال او  د عربو او  نورو هیوادونو  لس زره زیارتوال  عراق ته ورتللی شي .

 وداع خبری اژانس راپور ورکړ ،  دعراق حکومت پرون ناوخته  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي د حضرت امام حسین علیه السلام د   اربعیّن په دستورو کې د ګډون لپاره  دایران  دیرش زره زیارتوال او  د عربو او  نورو هیوادونو  لس زره زیارتوال  عراق ته ورتللی شي .

په دغې اعلامیې کې  وئيل شوي دي ، دعراق  د روغتیائي چارو لوړې کمیټې   پرون د لومړي وزیر  مصطفی الکاظمي په مشرۍ یوه غونډه جوړه کړې  او وټاکل شوه  دغه شمیر   دعراق دنړیوال هوائي ډګرونو له لارې  دغه هیواد ته وارد شي  او دغه هیواد ته له واردیدوتر۷۲ ساعته مخکې پورې  حتما ورسره دکرونا منفي ټسټ یا پي سي آر  ګواهي ورسره وي .

 د ایران  اسلامی جمهوریت  د خارجه وزارت او سفارت له لارې عراق ته وړاندیز کړی ؤ چې  د اربعیّن  په دستورو کې دې د ګډون لپاره  دایرانیو زیارتوالو ته   اجازت ورکړي .

 

ټیګونه