Sep 16, 2021 12:48 Asia/Kabul
  • د افغانستان په اړه د ډله ايز امنيت د تړون د خارجه او دفاع د وزيرانو د غونډې بيانيه

د ډله ايز امنيت د تړون د تنظيم سېسټو د امنيت د شورا د سېکترانو او د کمېټۍ او د خارجه او دفاع وزيرانود تاجېکستان په پائېتخت دوشنبه کښې د افغانستان د حالاتو په باره کښې يوه ګډه بيانيه تصويب کړه.

د بلاروس د بلتا خبري سائيټ په نقل سره د اېرنا د رپوټ له مخې د سېسټو وياند ولاديمير زائنتدينوف وويل،  په دغه سند کښې په افغانستان کښې له ټولو قامي ډلو څخه غوښتنه شوې ده چې له وسله ايزو نښتو او د اوسنيو حالاتو له ګډوډلو څخه دې ډډه وکړي او د عامه خلقو د سر ساتنې د صلحې د ټينګښت، اقتصادي رونق، د ترهه ګرۍ د ټغر او له نشه ايزو موادو سره د اړوند جنايتونو د ټغر د غونډولو  په هدف سره دې يو لړ اقدامات ترسره کړي.

په دغه بيانيه کښې همدارنګ له نړيوالې ټولنې غوښتنه اوشوه چې له افغانستان سره دې بشردوستانه مرستې زياتې کړي.

په دغه غونډه کښې په افغانستان کښې له کورنيو بدلونو وروسته  د دغه تړون د غړيو هېوادونو د امنيت په شمول دمختلفو موضوعاتو په باره کښې  هم خبرې اترې اوشوې.

په دغه غونډه کښې چې د دغه تړون او د شانګهائي د ملګرتياو د تنظيم له نننۍ غونډې نه يوه ورځ مخکې په دوشنبه کښې جوړه شو او هم هغه شان دوام لري د د تاجېکستان خارجه وزير سراج الدين مهرالدين د افغانستان له کورنيو بدلونونو نه وروسته د سيمې فوځي او سياسي حالت حساس وبلۀ.

 

ټیګونه