Sep 17, 2021 15:12 Asia/Kabul
  • د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان له کبله استعفا وکړه

اغلې کاګ یوازینۍ اروپايی چارواکې نه ده چې د افغانستان پر سر چوکۍ له لاسه ورکوي، تر دې وړاندې دشورو په ورځ د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب له دندې ګوښه شو.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې سیرګید کاګ له دې کبله استعفا وکړه چې په افغانستان کې د تخلیې د عملیاتو په پروسه کې بې نظمي وه.

دې وروسته له دې استعفا وکړه چې په پارلمان کې یې پر رول نیوکې وشوې.

دا د هالنډ په ايتلافي حکومت کې د خپل ګوند مشره هم ده چې شپږ میاشتې پخوا یې په انتخاباتو کې د پام وړ رایې ګټلې وې.

دې د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته دوحې، اسلام اباد او انقرې ته سفرونه وکړل.

اغلې کاګ یوازینۍ اروپايی چارواکې نه ده چې د افغانستان پر سر چوکۍ له لاسه ورکوي، تر دې وړاندې دشورو په ورځ د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب له دندې ګوښه شو.

پر راب په دې خاطر ډېرې نیوکې وشوې چې له افغانستانه د بریتانیا د وتلو پلان یې سم نه و.

خو تر دې هم زیات انتقاد پرې دا و چې کله طالبانو کابل نیوه، دې (راب) په رخصتۍ و.

د ده استعفا وروسته له دې وغوښتل شوه چې څرګنده شوه چې د کابل تر سقوط لږ مخکې یې له خپل مرستیاله وغوښتل چې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره له کابله د بریتانیايي پوځیانو د ترجمانانو د ایستلو په اړه ټېلفوني خبرې وکړي خو مرستیال یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ته هیڅ ټېلفون ونه کړ.

 

ټیګونه