Sep 18, 2021 12:51 Asia/Kabul
  • ترهه  ګري او افراط پالنه د درستې سیمې لپاره ګواښ دي

د افغانستان په ټولشموله حکومت کې  تاجیکان او نورو قومونه باید غوره ځاي  ولري او  باؤري یوو چې  په دغه هیواد کې سوله او ثبات  یوازې له دې لارې تامینږي .

فارس خبری آژانس راپور ورکړ ،  د تاجیکستان ولسمشر  امام علی رحمان او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  له طالبانو سره دخبرواترو دترسره کولو په باب  سره مشورې وکړې .

 راپور ښئ ،د تاجیکستان ولسمشرامامعلی رحمان  په دوشنبې ښار کې د افغانستان د تاجیکانو او طالبانو دخبرواترو د ترسره کولو ته زمینې د جوړولو لپاره  دپاکستان او دغه هیواد د موافقې خبر ورکړ. هغه  په دې باب  د پاکستان له لومړي وزیر سره له خبرواترو وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې  دا خبره  وکړه . د تاجیکستان ولسمشر ووئیل ،مونږ په ترټولو لوړه سویه   او د لوړپوړو چارواکو په سویه د دواړو هیوادونو ترمینځ د منظمو سیاسی تماسونو په بهیر راضي یوو .  د امامعلی رحمان  دڅرګندونو په اساس ، په خبرواترو کې دواړو  لورو د د اقتصادي او تجارتي ملګرتیاؤ د لاپراختیا پر امکان  چې  د دواړو لورو یوه ګډه او مهمه  موخه ده ټینګار وکړ .   هغه له  ترهه ګرۍ ، افراط پالنې ، دنشه ایزو موادو له قاچاق او له سیمې  د ورآخوا منظم جنایتونو او نړیوالو ګواښونو سره په مبارزې کې  دملګرتیا  د دوام په ضرورت په ټينګار سره ووئیل ،  مونږ د افغانستان ګاونډیان ،  په دغه هیواد کې  د سولې  او ثبات له احیاء سره  ترټولو زیاته دلچسپی لرو او  دغه راز د افغانستان د ملی اقتصاد  احیاء ته هم ځانګړی پام  لرو ، مونږ ټینګار کوو ، چې  د افغانستان په ټولشموله حکومت کې  تاجیکان او نورو قومونه باید غوره ځاي  ولري او  باؤري یوو چې  په دغه هیواد کې سوله او ثبات  یوازې له دې لارې تامینږي .

 

ټیګونه