Sep 18, 2021 16:05 Asia/Kabul
  •   امریکا او اسټریلیا دې په آسیا آرام سمندر سیمې کې ګوتې نه وهي

چین  نه یوازې  په آسیا اوقیانوسیې  سیمې کې   داقتصادي ودې اصلي انجن دی ،بلکې  په دغې سیمې کې د سولې اوثبات ساتونکی او ملاتړی  هم شمیرل کیږي .

 شین هوا خبری آژانس راپور ورکړ،  د چین خارجه وزارت ویندوي ژائو  لیچیان  د جنوی چین دسمندر ، دسین کیانګ ، هنګ کنګ او تایوان  د وروستیو حالاتو په باب   د امریکا او اسټریلیا دفاع او خارجه وزیرانو   داندیښنې په غبرګون  کې  د واشنګټن او کنبرا  له چاروالکو وغوښتل ، څو  د چین په داخلی چارو کې دې له  لاسوهنې ډډه وکړي.

ژائو لیجیان زیاته کړې ده ،  د جنوبی چین د سمندر ، سین کیانګ ،هنګ کنګ اوتاوان  په وړاندې دچین دریځ تل ثابت او روښانه دی او  واقعیّتونو ثابته کړې ده چې  چین  نه یوازې  په آسیا اوقیانوسیې  سیمې کې   داقتصادي ودې اصلي انجن دی ،بلکې  په دغې سیمې کې د سولې اوثبات ساتونکی او ملاتړی  هم شمیرل کیږي .

د جنوبی او  ختیځ چین دسمندري سرحدونو په سر  دچین او ددغه هیواد دګاونډیانو تاؤتریخوالی  چې په آسیا اوقیانوسیې کې واقع دی ، دوام لري  او له بل پلوه امریکا هم دجنوبی چین په سمندر کې  په موجوده شخړو کې پر لاسوهنې سربیره ، د تاوان او هانګ کانګ له بیلتون غواړو ملاتړ هم کوي .

 

ټیګونه