Sep 19, 2021 04:54 Asia/Kabul
  • د شنګهايي په تړون کښې د ایران غړیتوب ډیپلماټیکه بریا ده

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د شنګهايي د ملګرتیا په سازمان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي غړیتوب یو سټراټيجک تحرک او سفارتي کامیابي وه.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د شنګهايي د ملګرتیا په سازمان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي غړیتوب یو سټراټيجک تحرک او سفارتي کامیابي وه.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون مازیکر د تاجکستان له درې ورځني سفره د ستندو په وخت د دغه سفر د ګټو په هکله زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د شنګهايي سازمان د اصلي غړي په توګه د خپلو خلکو لپاره یوه پياوړې اقتصادي اړیکه جوړوي چې د آسیا اقتصادي بیخ بیناؤ او ورڅخه له رامینځته کیدونکو پایدارو سرچینو سره د ایران د نښلیدو په معنا ده.

هغه تاجکستان ته د خپل سفر بله ګټه د سیمې د هیوادونو له مشرانو سره دوه اړخیز ملاقاتونه وبلل او څرګنده یې کړه: د تاجکستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره په رسمي ملاقاتونو کښې مو موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو په اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکو کښې یو نوی څپرکې پیل شي او په دې لړ کښې موجودې ستونزې د دواړو هیوادونو د اجرايي چارواکو له لورې ختمې کړې شي.

ولسمشر رئیسي د شنګهايي سازمان د سرمشریزې ترڅنګ د افغانستان په موضوع  سره د ډله ایز امنیت په غونډه کښې ګډون د دغه سفر یوه بله بریا وبلله او څرګنده یې کړه چې په  یاده غونډه کښې د افغانستان په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت دریځونه بیان شول او هڅه وشوه چې د دغو دریځونو په هکله یوه سیمه ایزه اجماع رامینځته شي چې له نیکه مرغه دغه اجماع ترلاسه شوه.

 

ټیګونه