Sep 20, 2021 15:24 Asia/Kabul
  • شمالی کوریادایټمی موافقې په باب امریکاانګلستان او آسټریلیاوګواښل

  له دې مخکې هم  چین ، روسیې او انډونیشیا ،  د امریکا، انګلستان او آسټریلیا دغه  وروستی اقدام  اندیښمنونکی او  په سیمې کې د امنیتی انډول  د ګډوډولو سبب بللی دی .

یونهاب خبری آژانس راپور ورکړ،د پیونګ یانګ مشرانو د امریکا ، انګلستان او آستریلیا د درو هیوادونو وروستۍ ایټمی موافقه  ډیر خطرناک اقدام وباله.

 په راپور کې وئيل شوي  شمالي کوریا  له دغې موافقې وروسته نن   په  یوې  اعلامیې کې دغه اقدام   دایټمی وسلو د سیالۍ لپاره  پيلامه بللې  او وئیلي ئې دي ،شمالی کوریا په دقت سره  د امریکا ددغې فیصلې  ارزونې کوي، څو د ضرورت په بڼه کې  مناسب اقدام وکړائ شي .

  له دې مخکې هم  چین ، روسیې او انډونیشیا ،  د امریکا، انګلستان او آسټریلیا دغه  وروستی اقدام  اندیښمنونکی او  په سیمې کې د امنیتی انډول  د ګډوډولو سبب بللی دی .

داپه داسې حال کې دي چې  په دغې موافقې په اعتراض کې  چې له فرانسې  د سمندري اوبتل  داخستو د میلیارډونو ډالري تړون  دلغوه کیدا لامل شوی ،  پاریس هم په  یوه بې مخینې اقدام کې  له کنبرا او واشنګټنه خپل سفیران بیرته بللي دي .

 

ټیګونه