Sep 21, 2021 06:28 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه دې په افغانستان کښې د ثبات په رامینځته کولو کښې مرسته وکړي

د ایران خارجه وزیر: ضروري ده چې نړیوال سازمانونه په افغانستان کښې د انساني وضعې په وړاندې پرخپلو دندو په لافعاله توګه عمل وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون په نیویارک کښې د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو له لوړ کمشنر فیلیپو ګرینډي Filippo Grandi سره په ملاقات کښې د افغانستان د لازیاتو خلکو د بې کوره کیدو د مخنیوي په موخه پّ دغه هیواد کښې د سیاسي ثبات د رامینځته کولو لپآره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

حسین امیر عبداللهیان په دغې کتنې کښې وویل: ضروري ده چې نړیوال سازمانونه په افغانستان کښې د انساني وضعې په وړاندې پرخپلو دندو په لافعاله توګه عمل وکړي ترڅو د دغه هیواد د نورو نجیبو خلکو د کډه په سر کیدو مخه ونیوی شي.

هغه د ایران خلاف د امریکې او لویدیځ له ظالمانه بندیزونو سره سره له ګڼو افغانستاني کډوالو څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د څلورو لسیزو کوربه توب ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: ایران په دې ټولو کلونو کښې له ټولو بندیزونو او اقتصادي دباؤ او په دې وروستیو کښې د کورونا له خوریدو سره سره هڅه کړې ده چې یو ښه کوربه ووسي.

په دغې کتنې کښې د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو جګ پوړي کمشنر هم له افغان مهاجرینو څخه د اسلامي ایران د سخاوتمندانه کوربه توب په قدرونې سره په افغانستان کښې وروستې حالت او د بشري حقوقو ننګونې وڅیړلې.

 

ټیګونه