Sep 22, 2021 15:13 Asia/Kabul
  • د امریکا د فرانسې د جرمني او د بریتانیا غونډه لغو شوه

زمونږ خبریال وايي د امریکا د خارجه وزارت لوړرتبه چارواکو وویل په نیویارک کښې د ملګروملتونو په مرکز کښې د امریکا د فرانسې د جرمني او د بریتانیا د مشرانو ترمینځ ننۍ غونډه نه ترسره کیږي .

د امریکا چارواکو پلانونې ته اړونده مشکلات د فرانسې د جرمني د بریتانیا او د امریکا د مشرانو د غونډې د لغو کیدا علت وباله .

د امریکا د خارجه وزارت یوه(۱) لوړرتبه چارواکي وویل فکر کوم د وزیرانو په سویه پروګرامونه د دغه غونډې د ترسره کیدا خنډ شول او زیاته یې کړه د دغو هیوادونو ډیر چارواکي ټاکل شوي ده په نورو چوکاټونو کښې له یوبل سره کتنې او خبرې وکړي .

د امریکا خارجه وزارت په خاص ډول ونه ویل چې ایا د امریکا او د فرانسې ترمینځ وروستي غیر معمولي ډيپلوماټیک اختلافات د دغه غونډې د لغو کیدا علت دی او که نه .

 

ټیګونه