Sep 23, 2021 13:42 Asia/Kabul
  •   په نړیوالې ایټمی موافقې  کې دسیمې مسئلې ورځاي کول د منلو نه دي

  د المانیتور خبری چینل  خبریال لورا روزن د یوه  لوړپوړي امریکائي چارواکي له قوله لیکلي دي ، مونږ  د ۵+۱ډلې  دخبرواترو د یوې برخې په توګه د سیمه ایزو خبرواترو په غوښتنې ډاډمن نه یوو. 

 فارس خبری آژانس راپور ورکړ،په ویانا کې د په دیره نړیوالو اورګانونو کې د روسیې  استازي میخائیل  اولیانوف په خپل یوه ټولنیز پیغام کې  د المانیتور  دخبریال دخبر په غبرګون کې لیکلي دي ،روسیې دسیمې د امنیت، توغندوي  او نوره ایټمی مسئلې  په ویانا کې د  جامعې نړیوالې ایتمي موافقې  دخبرواترو له پیلیدا مخکې په چورلټ ډول رد کړي دي . 

  د المانیتور خبری چینل  خبریال لورا روزن د یوه  لوړپوړي امریکائي چارواکي له قوله لیکلي دي ، مونږ  د ۵+۱ډلې  دخبرواترو د یوې برخې په توګه د سیمه ایزو خبرواترو په غوښتنې ډاډمن نه یوو. 

 د امریکادغه چارواکی  په دوام کې مدعي شوی  مونږ  په یوه خاص چوکاټ  ټينګار نه دی کړی  هغه څه چې مونږ ئې غواړو ،  دسیمه ایز امنیت په باب دسلامشورو لپاره یو چوکاټ دی .

 په عین حال کې د  اروپائي  اتحادئې  دبهرني سیاست  دکمیشن مسئول جوزف بورل  پرون ناوخته په نیویارک کې د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په کتنې کې  په یولړ زیات غواړو څرګندونو کې ، په ویانا کې د  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې خبرواترو ته  د  تهران دبیرته ستنیدا غوښتونکی شوی دی .

 په ویانا کې دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  خبرواترو بیرته پیلولولپاره  له ایرانه داروپائي اتحادئې  غوښتنه په داسې شرائطو کې مطرح شوي چې  ددغې  اتحادئې چارواکو په وروستیو میاشتو کې  دغې نړیوالې  ایټمي موافقې ته  د غړو اروپائي  هیوادونو  دبدعهدیو  دوام ته هیڅ  اشاره نه ده کړې

 

ټیګونه