Sep 24, 2021 12:38 Asia/Kabul
  • د ایران او د ملګروملتونو چاراکو کتنه او خبرې وکړې

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنګ کښې د ملګروملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټریش سره کتنه او د سیمې د حالت او له ملګروملتونو سره د ملګرتیاو په هکله خبرې وکړې .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د دغه کتنې په پیل کښې په دې خبرې سره چې د ملګروملتونو او د ایران په تیره بیا د  سرمنشیانو اړیکې تل نږدې او محترمانه وې او دي د نړیوالې سولې لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د رغنده هڅو او نظر مننه وکړه .

حسین امیر عبداللهیان جوته کړه د ایران اسلامي جمهوریت د ملګروملتونو د نوښتونو ملاتړ کوي او د ملګروملتونو د بې طرفه او د  منصفانه دریځونو هرکلی کوي .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په سیمه کښې د ملګروملتونو جدي او رغنده رول له بل هروخت څخه زیات ضروري دی وویل له فلسطین رانیولي تر سوریې، یمن او افغانستان پورې په هر ځای کښې د ملګروملتونو منصفانه او مسولانه شتون ته ضرورت شته .

هغه وویل امریکا د ملتونو پرضد له بایکاټ او ترهګرۍ او د سیاسي هدفونو لپاره استفاده کوي چې ترټولو ښکاه نمونه یې د ډګر جنرال قاسم سلیماني بزدلانه ټرور دی .

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش هم په دې خبرې سره چې له ډیرو لسیزو راهسې ایران پيژنم او په بیلابیلو مسولیتونو کښې مو ایران ته سفرونه کړي دي د ایران د اسلامي جمهوریت او د ملګروملتونو  ملګرتیاوې ښې وبللې .

هغه له اټومي تړونه د امریکا د وتلو د مردود بللو په هکله د ملګروملتونو اصولي دریځ ته په اشارې سره وویل زه تل د اټومي موافقې ملاتړ وم او یم .

انټونیو ګوټریش د افغانستان په هکله د ایران دریځ اصولي وباله او ویې ویل زه باوري یم په افغانستان کښې باید ټولشموله حکومت جوړ شي چې ټولې ډلې په حکومت کښې ګډون ولري .

 

ټیګونه