Sep 27, 2021 16:29 Asia/Kabul
  •  له تل ابیب سره د سوډان  داړیکو دعادي کیدا هیڅ نښه نه ښکاري

  د سوډان خارجه وزیرې   په مختلفو برخو کې د ملګرتیا په باب دخبرواترو لپاره  دصهیونیسټانو  دپلاؤ  دسفر په باب  راپورونه په کلکه رد کړل او وې وئيل ،   د اسرائيلو دډيپلوماټيک مرکز د جوړولو لپاره  هیڅ پروګرام نشته .

 د سوډان خارجه وزیرې میرم الصدیق المهدي  د  اماراتو له نیشنل ورځپاڼې په خبرو کې ووئیل ،  له تل ابیب سره د خرطوم د اړیکو دعادي کولو له یولس میاشتو ورسوته   اوس هم  په رسمي سویه   له اسرائیلو سره د  اړیکو دعادي کیدا و خبرواترو  هیڅ نښه نښانه نه ښکاري .

 هغې  ووئيل ،  دتل ابیب په ضد دبندیزو دقانون  لغوه کول په دې معنا نه دي ، چې  په خرطوم کې  داسرائيلو د سفارت پرانیسته په نظر کې لرو.

  د سوډان خارجه وزیرې   په مختلفو برخو کې د ملګرتیا په باب دخبرواترو لپاره  دصهیونیسټانو  دپلاؤ  دسفر په باب  راپورونه په کلکه رد کړل او وې وئيل ،   د اسرائيلو دډيپلوماټيک مرکز د جوړولو لپاره  هیڅ پروګرام نشته .

 د سوډان خارجه زویرې دغه راز ووئیل ،  سوډان  دنړیوال تجارت په ادارې کې د غړیتوب لپاره  هڅه کوي  چې  شرط ئې د غړو  هیوادونو ترمینځ دهیڅ ډول بندیز  نه لګول  کیښودلی دی . 

 داپه داسې حال کې دي چې  روئيټرز خبري آژانس په همداوروستیو کې  راپور ورکړی ، دسوډان چارواکو  د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس شتمنۍ مصادره کړي  او  دحماس  او هغو کسانو اوشرکتونو لپاره ئې  چې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ لپاره کار کوي ، هم درست بانکي عملیات تړلي دي . روئيټرز  دغه راز مدعي شوی چې  په سوډان کې د حماس غورځنګ په شتمنیو کې  هوټل ، ودانۍ ، شرکتونه ، مځکې او صرافۍ شاملې دي .

 

ټیګونه