Oct 13, 2021 15:40 Asia/Kabul
  • دغه سړی د شاتو له  مچیو سره ژوند کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د شاتو له مچیو خو ټول خلک ویریږي ځکه چې هغه په خطرناک ډول چیچل کوي چې له کبله یې د انسان په بدن کښې خارښت رامینځته کیږي او هغه ځای چې چیچل شوی وی سوځي .

خو ځینې خلک داسې  هم شته چې د شاتو د مچیو په مینځ کښې له کومې ویرې او خطر پرته ژوند کوي .

په دغه تصویر کښې تاسو وینئ چې یو سړی د زرګونو مچیو په مینځ کښې له ویرې پرته ولاړ  .

په دغه تصویر کښې لیدل کیږي چې دغه سړی نه یوازې د شاتو د مچیو ترمینځ ولاړ دی بلکې د شاتو د مچیو په کندو کښې د لاس په وهلو سره د شاتو مچې په خپل بنیان کښې اچوي .

 

ټیګونه