Oct 13, 2021 16:07 Asia/Kabul
  • امریکا د افغانستان شتمنۍ نه ازادوي

تسنیم خبري اژانس وايي په داسې حال کښې چې افغانستان د شتنمیو د کنګل کیدا په دلیل د انساني کړکیچ په درشل کښې دی د سپينې ماڼې ویاندې میرمن جین پساکي وویل واشنګټن د دغو شتمینو د ازادولو نیت نلري .

جین پساکي په افغانستان کښې له انساني کړکیچ سره د مقابلې لپاره د شل(۲۰) ډلې د ځانګړي غونډې له جوړیدا وروسته په یوه (۱) خبري کانفرنس کښې وویل چې د افغانستان د شتمنیو د ازادولو لپاره د واشنګټن په دریځ کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی .

هغې وویل د شل(۲۰) ډلې مشرانو د افغانستان په باره کښې په ځانګړي غونډې کښې د افغانستان له خلکو سره د بشر دوستانه مرستو د نیغ په نیغه وړاندې کولو لپاره په خپلې ډله ییزې ژمنې ټینګار وکړ داسې شی چې مخکې د خپلواکه نړیوالو موسسو له لارې ورته اشاره  شوي وه .

جین پساکي په دې خبرې سره چې امریکا په دغه غونډې کښې افغانستان ته د نورو مرستو ورکولو ژمنه نه ده کړي وویل مونږ ژمن یوو د خپلو شرکاو په ملګرتیا سره د افغانستان خلکو ته نیغ په نیغه بشر دوستانه مرستې ورسوو .

 

ټیګونه