Oct 13, 2021 16:28 Asia/Kabul
  • ګنجي کسان زر په کورونا ساري ناروغۍ ککړیږي

زمونږ خبریال وايي د کورونا ویروس په هکله د یوه(۱) تحقیق د ترسره کیدا په وخت دغه نتیجه ترلاسه شوي ده هغه کسان چې ګنجي وي یعني ویښتان یې توې شوي دي زر د کورونا په ناروغۍ اخته کیږي .

په دغه نوي تحقیق کښې دغه خبره ایشوا شوي ده چې د عام خلکو په نسبت هغه کسان چې ویښتان یې توې شوي وي یعني ګنجیان وي زر په کورونا ساري ناروغۍ باندې ککړیږي .

محققانو وویل په کورونا ویروس د ککړیدا زیات خطرونه او د مړینې زیاته اندازه د سړیو د هارمونونو له کبله ده .

د انګلستان په ډيلي ټیلیګراف ورځپاڼې کښې په یوه(۱) خپاره شوي راپور کښې ویل شوي دي په سړیو کښې اینډروجین هارمون د ویښتانو د تویدا سبب کیږي او همدغه اینډورجین هارمون بیا په ګنجیانو باندې د کورونا ویروس په حملې کښې له دغه ویروس سره مرسته کوي .

بلې خوا محققانو وویل کورونا ویروس د ښځو په مقابل کښې په سړیو زیاتې حملې کوي او په دې اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره په سړیو کښې د ټیسټا سیټرون هارمونونو او د کورونا ویروس ترمینځ د اړیکې په هکله هم تحقیق روان دی .

 

ټیګونه