Oct 14, 2021 14:01 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د ترهه ګرو د منتقلیدا په باب دروسیې د ولسمشرخبرداری

 د روسیې د خارجه وزارت ویندوئې میرمن  ماریا زاخارووا هم تیره اونۍ وئيلي چې د روسیې حکومت په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډ لې د فعالیتونو په زیاتیدا  اندیښمن دی .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  په یوې وینا کې ټينګار کړی ،  چې له عراق  او سورئې  ترهه ګر په افغانستان کې غونډول کیږي  او دوي  د همګډو ګټو هیوادونو ثبات ګواښي . په همدې دلیل ولادیمیر پوتین د افغانستان د پولو پر دوامدارې  څارنې  او  له ترهه ګرو سره دمقابلې لپاره چمتووالی مهم وبالۀ.  د روسیې د ولسمشر په وینا ، امنیتی ځواک او پولیس باید  سره غږمله شي څو که لازم شي ، ګډ ځانګړي عملیات ترسره کړي .

 د روسیې د خارجه وزارت ویندوئې میرمن  ماریا زاخارووا هم تیره اونۍ وئيلي چې د روسیې حکومت په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډ لې د فعالیتونو په زیاتیدا  اندیښمن دی .

افغانستان ته د ترهه ګرو عناصرو د منتقلیدا په باب د روسیې د ولسمشر نوي اندیښنه ښئ چې د افغانستان په باب د ماسکو اندیښنه، نه یوازې کمه شوې نه ده، بلکې اوس د افغانستان  لالهانده امنیتی شرائطو او د داعش له خوا دترهه ګرو  اقداماتو دوام موندونکو شرائطو ته په پام سره   زیاتې شوي هم د ي.

داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د طالبانو په وسیله د افغانستان د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته ،په دغه هیواد کې بیا فعالیتونه زیات کړي او په همداوروستیو په کابل او د کندوز ولایت  په  دوو جامع جوماتونو کې ځان مرګي حملې کړي دي .  په عین حال کې   له سورئې او افغانستان  ته د ترهه ګرو عناصرو د منتقلیدا په باب  مختلف راپورونه ،  له  داعش سره د یوځاي کیدا په موخې سره  خپرۀ شوی دي .ددې په ترڅ کې  چې اوس  په افغانستان کې د القاعدې  د بیرته قدرتمنیدا احتمال هم  شته  دی .

  دغه ټولې مسئلې لامل شوي دي څو  روسیه  او د مینځنۍ آسیا سیمې هیوادونه  اوس له بل هر وخته زیات   مینځنۍ آسیا ته  او له هغه ځایه روسیې ته د ترهه ګرو عناصرو پر نفوذ او دفعالیتونو په زیاتیدا  لازیاتې امنیتی اندیښنې ولري . په دې لړ کې  ولادیمیر پوتین  د امریکا له وتلو وروسته د افغانستان  وضعیّت د ترهه ګرو  ډلو په تیره بیا  د داعش ډلې  د کړچار  په دلیل  سخت  او پیچلی بللی دی .  

 له افغانستانه د امریکائي او ناټوځواک د وتلو له اعلانه وروسته  واشنګټن، په افغانستان کې له ترهه ګرو ګواښونو سره د تش په نامې مقابلې لپاره په مینځنۍآسیاکې د پوځي مرکزونو او اډو دجوړولو غوښتنه  کړې وه،چې  البته دغه غوښتنه د ماسکو او دمینځنۍآسیا د نورو هیوادونو له سخت مخالفت سره  مخامخ شوې ده . له دې مخکې د روسیې د  خارجه وزیر سرګئ شویګو پشمول د روسیې بیلابیلو چارواکو  په مینځنۍ آسیائي هیوادونو کې   دلوجیسټکي  تاسیستو د  جوړولو لپاره دامریکا  دهڅې په باب خبرداری ورکړی او د ائې د سیمه ایز ثبات  لپاره یو ګواښ بللی ؤ  .

له بل پلوه،د ډله ایز امنیت  خارجه وزیرانو هم  په همداوروستیو کې د افغانستان د وضعیّت په باب په یوې ګډې اعلامیې کې  وئیلي دي ،د دوي په خاورې کې د امریکا او ناټو د هغو تاسیساتو په ځاي په ځاي کولو سره چې  له افغانستانه ویستل شوي دي ،مخالف دي .

 دا موضوع  دلته ډير اهمیّت پیدا کوي ، چې  د روسیې د  لوړپوړو سیاسی او امنیتی  چارواکو په وینا ،امریکا،پخپله  د  افغانستان د نیواک په وخت کې  په دغه  هیواد کې د داعش د راپنځولو او  د فعالیتونو د پراخولو اصلی عامله  ده او اوس  هم په دې زمینې کې   افغانستان ته له سورئې او عراقه  دترهه ګرو د منتقلولو لپاره  دآسانتیاو په رامینځةکولو سره  فعالیت کوي .    د روسیې د مرکزي پوځي سیمې  د ځواک  دقوماندان مرستیال  جنرال رستم مینکایف و ااکتوبر په لومړیو کې  وئیلي دي ، داسې  اطلاعات لري ، په دې باب چې   په سورئې او عراق کې د امریکا تر کنټرول لاندې له  سیمو څخه  ا فغانستان ته  له ترهه ګرو ډلو سره اړونده  وسلوال  ا فغانستان ته منتقلوي . 

 مینکایف په دې زمینې  کې وئيلي دي ،د امریکا ځانګړی ځواک په دې زمینې کې   په فعالو اقداماتو بوخت دی .  مونږ به د افغانستان شمالي ولایتونو ته  د  هغو داعشي ترهه ګرو د منتقلیدا شاهدان یوو ، چې په چورلټ ډول به  په سمیې کې  د بې ثباتۍ  نوی مرکز  رامینځةکړي .

امریکا تل د خپلو سیالانو ،يعني  د چین او روسیې په ضد د داعش ترهه ګرې ډ لې څخه  د آوزاري  استفادې په  لټه کې ده او له چین او هم  له مینځنۍ آسیاسره   د افغانستان  ګاونډيتوب ته په پام سره  د داعش  ترهه ګرې ډلې  ملاتړ کوي او  دغه راز  پر چین او روسیې د دباؤ د اعمالولو ا و   د دوي لپاره دامینتی مشکلاتو  درامینځةکولو په موخې سره  افغانستان ته دترهه ګرو  له منتقلولو  سره مرستې ترسره کوي .  

 

ټیګونه