Oct 14, 2021 16:32 Asia/Kabul
  • د امریکا ښاریز اومې غوښې خوري او څه نتیجه یې ترلاسه کړي ده ؟

زمونږ خبریال وايي د امریکا په نیبراسکا ایالت کښې یو(۱) ښاریز له تیرو دریو (۳) کلونو راهسې اومې غوښې خوري .

هغه ادعا کوي چې د اومو غوښو او د اومو  هګیو د خوړلوږ په وجه زما صحت ښه شوی دی او زه ټوله ورځ تازه وم .

د امریکا دغه ښاریز چې «ویسټن روو» نومیږي په یوټیوب اینټرنیټ پاڼې کښې د نیچرال هیومن ډایټ په نوم یوه پاڼه هم جوړه کړي ده چې ورباندې د خواړو او ډوډیو په هکله ویډیوګانې خپروي .

د امریکا د نیبراسکا ایالت دغه ښاریز ویسټن روو د بریتانیا له اینډي پینډنیټ ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل د اومو غوښو او د اومو هګیو د خوړلو په وجه زما صحت ډیر ښه شوی دی او زما صحت له مخکې څخه ښه شوی او ذهن مو ښه شوی دی .

هغه وايي له کله چې ما د اومو غوښو خوړل پیل کړي دي نو هیڅ کله بیمار شوی هم نه یم .

هغه وویل د اومو غوښو د خوړلو له کبله زما د انرژۍ سویه ډیره زیاته شوي ده او زیاته یې کړه چې د اومو غوښو د خوړلو له کبله ما ته د سالمونیلا هیڅ عفونت او انقیکشن نه دی پیښ  شوی .

د امریکا دغه ښاریز وايي زه پوهیږم چې په اومو غوښو کښې باکټریانې په یوه توازن کښې موجودې وي کوم چې د انسان بدن ته زیاته انرژۍ ورکوي .

باید ووایو چې د اومو غوښو د خوړلو له کبله انسان ته د سالمونیلا عفونت او انفیکشن د رامینځته کیدا خطر زیات وي .

 

ټیګونه