Oct 16, 2021 05:28 Asia/Kabul
  •  په ماسکوغونډې کې به طالبان اوهندوستان ګډون وکړي

په دغې غونډې کې د  اسلامی ایران ، پاکستان ، طالبانو هند  او څو نورو هیوادونو استازي ګډون وکړي  او د افغانستان د اوسنیو  حالاتو  او وروستیو بدلونونو په باب سره وغږیږي.

 ایرناخبری اژانس راپور  ورکړی ، د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا  د اورآسیا  دمیرمنو د  دریمې غونډې په څنډې کې  وئیلی دي ، د  روسیې په ماسکو کې  به دافغانستان  په موضوع سره په ناستې کې چې د اکتوبر په شلمه ترسره کیږي ، د طالبانو یو پلاوی  او دغه راز د هندوستان حکومتی پلاوی  ګډون وکړي .

زاخارووا وظیلي دي ، د افغانستان د سیاسی  وضعیّت  له اساسی بدلونونو سره سره  دغه خبرې اترې  د افغانانو ترمینځ د پخلاینې په بهیر کې او  دغه راز د یوه ټول شموله حکومت په جوړونې کې مرسته کولی شي .

 دهندوستان خارجه وزارت هم  دیوې اعلامیې په خپرولوسر  وئیلی دي د افغانستان   په موضوع سره به دماسکو په کیدونکي غونډې کې ګډون وکړي

 راپور ښئ په دغې غونډې کې د  اسلامی ایران ، پاکستان ، طالبانو هند  او څو نورو هیوادونو استازي ګډون وکړي  او د افغانستان د اوسنیو  حالاتو  او وروستیو بدلونونو په باب سره وغږیږي.

 

ټیګونه