Oct 16, 2021 12:44 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۴-۷-۰۰

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:

نن د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو دافغانستان په قندهار کښې د شيعه مسلمانانو په جومات کښې د جمعې د نمانځه په نمونځګزارو د ترهه ګريزې حملې په اړه خبرونه راخېستې دي په سر کښې هم د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې ته لاس کوو. دغې ورځپاڼې وليکل

 د ايران د خارجه وزارت په حوالې سره وليکل: د تندلارو او ترهه ګرو په لاس يو ځل بيا د قندهار په جومات کښې شيعه نمونځګزاري په خاورو او وينو کښې ولوغړول شول. د دغه خبر له مخې د افغانستان په قندهار کې د شیعیانو په یو جومات کښې د جمعې د نمانځه په نمونځګزارو په ترهه ګريزه حمله کښې   تر  وروستيو خبرونو پورې تر اویا کسانو شهيدان  او لږ تر لږه يو سل دېرش کسان ژوبل شوي دي. د ورخپاڼې له مخې د دغې خونړۍ پېښې ذمه واري داعش تکفيري ترهه ګرې ډلې په غاړه اخېستې ده.

------------

د تهران چاپ د نورو ورځپاڼو په شان کېهان ورځپاڼې هم په خپله شننه کښې وليکل، د افغانستان د شيعه مسلمانانو په خلاف وروستي جنايتونه د امريکې په شنۀ څراغ ښودلو، ملاتړ او  د طالبانو په کوتاهۍ سره ترسره شوي دي. ورځپاڼې زياته کړه، چې دا ځل ترهه ګرو عناصرو د شيعه ؤ جوماتونه په نښه کړي او بې ګناه نمونځګزاري په خاورو او وينو کښې لوغړوي. ورځپاڼې وليکل چې تقريباً دوه مياشتې کيږي چې طالبانو د اقتدار واګې په لاسو کښې نيولې دي او وعده يې کړې وه چې د افغانستان د شيعه په شمول د ټولو اقوامو د سر، مال او ناموس ساتنه به کوي خو له دغو دوو مياشتو راهسې د شيعه مسلمانانو په خلاف ترهه ګريزې حملې زياتې شوې او په سلګونو شهيدان او زخميان يې لرلي دي. په شننه کښې زیاته کړې شوې ده چې د رپوټونو له مخې امريکې زيات شمېر داعشي تکفيريان افغانستان ته منتقل کړي دي او هدف يې په افغانستان کښې د سني او شيعه مسلمانانو ترمېنځ مذهبي جنګ  جوړول دي چې د سني او شيعه مسلمانانو لخوا دغه دسيسه له ماتې سره مخامخ ده او هغوي پوهيږي چې دا د چا کار دے.  په شننه کښې له طالب حکومته غوښتنه شوې چې د خلقو د سر، مال او ناموس د ساتنې په اړه دې خپلې وعدې عملي کړي او د دغو خونړيو ترهه ګريزو اقداماتو مخه دې اونيسي.

-----------

اطلاعات ورځپاڼې بیا وليکل: د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  د افغانستان په قندهار کې د فاطمیه  جومات  غمیزه په سخته محکومه کړې او  وئیلي ئې دي ،  داسلام  او مسلمانانو دښمنانو  لاسونه یو ځل بیا د تکفیری جنایتکارو ترهه ګرو له لستوڼي  راوتلی او  د افغانستان   یوشمیر مظلو خلک ئې  چې د خداي په کور کې د پرودرګار په درګاع کې سربسجود وو په جومات کې په خاورو او وينو کښې ولوغړول .

 په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،  د ایران اسلامی جمهوریت  د جمعې په لمانځه کې د ګډون کونکو  مسلمانانو په خلاف  د تور زړو  تکفیری ترهه ګرو حمله  په کلکه غندي او د شهیدانو  کورنیو او د افغانستان ملت ته  د زړه له کومې تسلیّت  وائي او له خداي تعالی د ټپیانو د زر ښه کیدا  او د زغم  دعا کوي . په دغې اعلامی کې دغه راز راغلي دي ، داسلامي امت درز رامینځةکونکو دسیسه ګرو  دفتنو په نسبت یو ځل بیا خبرداری ورکوو  او  د شیعه او سني  وروڼو د وحدت او یوزړتوب پر ضرورت او  داسلام په نامې سره  د افراط پالنې او  تاؤتریخوالي نفي  باندې  ټینګار کوو .  ان شا ا...  اسلامی ایران ډاډمن دی چې  په افغانستان کې به  درست مسلمان خویندې وروڼه  په یوزړتوب  او همفکرۍ او پیوستون سره   دخپلو دښمنانو درز  رامینځةکونکي دسیسې   ناکامې کړي .

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت د سياسي مرستيال له قوله يې وليکل: ايران د جدي خبرو اترو لپاره چمتو دے، داسې خبرې اترې چې نتيجه يې عملي موافقه وي نه کاغذي موافقه.

 د ايران د خارجه وزارت سياسي مرستيال علي باقري دا خبره د اروپائي اتحاديې د اقدام د سروس له مرستيال انريکه مورا سره په کتنه کښې وکړه. علي باقري دې ته په اشارې سره چې د ايران لپاره محسوسېدونکو نتائجو ته رسېدل موضوعيت لري زياته کړه، ايران د جدي خبرو اترو لپاره  چې نتيجه يې عملي موافقه وي نه کاغذي موافقه تل چمتو دے.

-------------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼې راواخلو چې په سر کښې د راولپنډۍ جنګ ورځپاڼې ته لاسو کوو چې په سر کښې يې په دغه هېواد کښې د خوراکي او عامه استعمال څيزونو د بيا ګرانېدو خبر ورکړے دے. په خبر کښې ليکي چې بجلي يا برېښنا، غوړي، غوښه، وريجې، ټماټر، صابون او مصالحې ګرانې شوې دي البته، اوړۀ، چيني، چرګان،پياز،دالونه او هګۍ ارزانې شوې دي.

د خبر له مخې د حکومت مخالفو ګوندونو د ګرانۍ په غندلو سره ويلي دي چې حکومت د آئي اېم اېف لپاره د هېواد معيشت تباه کوي خو واکمنو وزيرانو بيا ويلي چې په پاکستان کښې اقتصادي او معيشتي مشکلاتو د تېرو حکومتونو د غلطيو او غلطو پالېسيو نتيجه ده.

ورځپاڼې بيا د افغانستان په قندهار کښې شيعه ؤ په جومات کښې د جُمعې په نمانځه  د داعش ترهه ګرې ډلې د ترهه ګريزې حملې د خبر په خپرولو سره د طالبانو د استازيو له قوله وليکل، قندهار د ترهه ګريزې حملې تسلسل د داعش ترهه ګرې ډلې کار دے چې مقصد يې په هېواد کښې مذهبي اړې ګړې او د طالبانو د حکومت ناکامول دي همدارنګ د طالبانو وياند ذبيح ا... مجاهد وويل چې مونږ له افغانستانه د داعش د پوره جرړو وېستلو کلکه اراده کړې ده او زر تر زره به دغه اراده عملي کړوو.

---------

د پاکستان د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا وليکل: په خېبر پختونخو صوبه کښې د ډينګي مرض بيماران له درې زره اوو سوو نه زيات شول. خبر زياتوي چې د ډينګي مرض چې د ډينګي نومې ماشو له کبله لګيږي  د بيمارانو شمېر هره ورځ په ډېرې چټکتيا سره په زياتېدو دے.

ورځپاڼې په يو بل  خبر کښې وليکل، افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کښې اته څلوېښت فيصده کمښت راغلے دے. خبر زياتوي چې طالبانو په اقتدار کښې په راتلو سره دغه هېواد ته د پاکستان صادرات ډېر کم شوي دي. په خبر کښې راغلي دي چې په د ۲۰۲۰ کال په ستمبر کښې د افغانستان لپاره صادرات څلور کروړه يو نوي لکه اته پنځوس زره ډالره وو او د روان ۲۰۲۱ ميلادي کال په اګست کښې دغه صادرات څلور کروړه نهه نوي لکه ډالرو ته راکم شول.

اوس هم د کابل چاپ مسير ورځپاڼه راخلو چې ليکي  د ملګرو ملتونو عمومي منشي د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان د قندهار د شيعه مسلمانانو په جومات په نمونځګزارو ترهه ګريزه  حمله غندلې ده. ورځپاڼه ليکې انتونیو ګوټریش په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په عامو وګړو د عبادت په وخت برید کول او د دوی وژل نه بخښل کېدونکی بشر ضده جنایت دے چې باید په اړه یې پلټنې وشي. دده په خبره دغه برید په کلکو ټکو غندي او ژر تر ژره یې د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي.

ورځپاڼې په خپل انټرنټي پاڼه کښې په يو بل خبر کښې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو د وزارت له قوله وليکل: د حکومت استازي به د ماسکو په غونډه کښې ګډون وکړي. خبر کښې راغلي دي په ماسکو کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي، د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې ټاکل شوې د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو طا لب پلاوے د افغانستان په اړه د ماسکو په غونډه کې ګډون وکړي. نوموړي زیاته کړې چې حنفي به د یو شمېر هیوادونو له استازو سره د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. په ماسکو کې د افغانستان په اړه غونډه ټاکل شوې د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۰مه نېټه تر سره شي. دې غونډې ته یو شمېر نور افغان سیاسي لوري او سیمه ییز هېوادونه هم بلل شوي. په دې کانفرنس کې به د طا لبانو د پلاوي مشري ملا سلام حنفي وکړي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د طالبانو د حکومت يو لوړ پوړے پلاوے ازبکستان ته لاړ. خبر زياتوي د طالبانو د ريس الوزرا د دويم مرستيال په مشرۍ يو پلاوی ازبکستان ته لاړ. د دغه پلاوي غړی مولوي انعام الله سمنګاني وويل، چې ټاکل شوې په دغه رسمي سفر کې له ازبکستان هېواد سره د دوه اړخيزو او سوداګريزو تعلقاتو تر څنګه په اقتصادو، امنيت او ځینې نورو مسايلو خبرې وشي.

 په دغه پلاوي کښې د روغتیا، اطلاعاتو او کلتور، برېښنا، لوړو زده کړو، افغانستان بانک، سوداګرۍ خونې، ترانسپورټ او ځينو نورو ادارو استازي شامل دي.

--------

 

ټیګونه