Oct 17, 2021 07:34 Asia/Kabul
  • اردوغان لاهم د کابل هوايي ډګر د کنټرول په تکل کښې دی

د ترکیې ولسمشر یوځل بیا د افغانستان د پلازمینې کابل د هوايي ډګر کنټرول او چلولو ته چمتووالی اعلان کړ

د ترکیې ولسمشر یوځل بیا د افغانستان د پلازمینې کابل د هوايي ډګر کنټرول او چلولو ته چمتووالی اعلان کړ

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې رجب طیب اردوغان دې ټکي ته په اشارې سره چې هیواد یې په تیرو کلونو کښې هم د کابل د هوايي ډګر د کنټرول واک درلودلی دی، زیاته کړه: ترکیه کوې شي چې له افغانستان او قطر سره له موافقې وروسته د کابل د هوايي ډګر کنټرول یوځل بیا ترلاسه کړي.

په عین حال کښې اردوغان هم د ترکیې د خارجه وزارت په شان، د انقرې له خوا په رسمیت د طالبانو د حکومت له پيژندلو ډډه کوي او په دې لړ کښې د طالبانو غوښتنه یې د افغانستان له خلکو سره د دغې ډلې په سلوک پورې شرطمنه کړه.

 

ټیګونه