Oct 18, 2021 12:08 Asia/Kabul
  • چین د ایران د سوله اییز اټومي پروګرام ملاتړ وکړ

ایرنا خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي » د سعودي عربستان د باندنیو چارو له وزیر «فیصل بن فرحان »سره په ټیلي فوني خبرو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له سوله ییز اټومي پروګرام څخه د پیکینګ ملاتړ منصفانه دریځ وباله .

وانګ یي وویل چین تل د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام په هکله منصفانه او ښکاره دریځ لرلی دی او هیڅکله شخصي او سیاسي ګټه نه غواړي .

د  چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وویل پیکینګ د ایران له اټومي پروګرام څخه د پریکنده ملاتړ په ترڅ کښې د نړیوال نظام په ساتلو او  د فارس خلیج  او د مینځني ختیځ سیمې د ثبات او د امنیت په دفاع کولو پوهیږي او د ایران اټومي فعالیتونه د دغه حقیقت پرخلاف نه ګڼي .

د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان هم په دغه ټیلي فوني تماس کښې وویل ریاض د ایران د اټومي موضوع په هکله د چین ځانګړي رول ته ډير اهمیت ورکوي او هیله لري چې چین د ایران  د اټومي موافقې له سره پیلولو او د دغه موضوع په هر اړخیزه او پایداره حل کښې مهم رول ولوبوي .

د چین او د عربستان خارجه وزیرانو دغه راز موافقه وکړه چې د دوه اړخیزه اړیکو د پرمخ بیولو لپاره په تر ټولو لوړه او ژوره سویه ګډې هڅې ترسره کړي .

 

ټیګونه