Oct 18, 2021 12:12 Asia/Kabul
  • د تهران ځینو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه

  د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیو کې  له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت  کې دی   ،هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .

دا هم د تهران ورځپاڼو په سرکې  کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل  انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي روښانه کړې ده ، درستې ادارې او اورګانونه دې د بندیزونو دشنډولو لپاره  له لومړي مرستیال سره ملګرتیا وکړي .  

خارجه وزیرحسین امیر عبداللهیان په اسلامی شورا کې پخپلو څرګندونو کې ټینګار کړی،حکومت به د هیواد اقتصاد د ایټمي خبرواترو جلا کړي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د یمن پوځ او  د ولسی کمیټیو مبارزانو  په مارب ولایت کې  دوه نور ښارګي هم آزاد کړي او په نښتو کې ئې له تښتیدلي او مستعفي حکومت سره اړونده په سلګونو تالی څټي هلاک او ټپیان کړي دي  او وئيل کیږي ،چې  مارب ښار ته یوازې څو کلومیټره په واټن کې دیره شوي دي .

 د انګلستان سنډې میرر ورځپاڼې لیکلی دي،د عراق دبعثي رژيم  یوه لوړپوړی چارواکی چې د صدام  د رژيم د کیمیکل وسلو یو متخصص ؤ ، له انګلستانه په پناه اخستو کې بریالی شوی دی .

د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون بلاخره شپیته کاله مخکې په پاریس کېد الجزایري ښاریزو په قتل عام  اعتراف وکړ او وې وئيل ،  دغه جنایت نه بخښونکی دی .

د لبنان  په پارلیمان کې د حزب ا... فریکشن  استازي روښانه کړېده ،یو کال مخکې په بیروت کې د راپورته شوي فتنې پلانونکي،له امریکا او آل سعود رژيم سره اړونده ګوډاګیان ؤ،په دغې فتنې کې  اوه کسان وژل شوي او شپیته نور ټپیان شوي وو .

طالبان وائي ، په افغانستان کې د شیعیانو پر جوماتونو باندې دترهه ګرو حملو په زیاتیدا او دغه راز  د ځينو نوروناغیړیو په زیاتیدا پسې ځانګړی ځواک جوړوي څو د جوماتونو او عبادت ځایونو بشپړ ساتنه وکړي .

 او یوې امریکائي خپرونې د خبرو  سرچینو له قوله  راپور ورکړی ، چین له غږه هم تیز توغندی  چې د ایټمي خولۍ د وړلو  وړتیا لري،په بریالیتوب سره آزموئیلی دی او ددغه توغندي  ډیرې عجیبه توانمنۍ د امریکا د استخباراتي ادارو د حیرانتیا وړ  شوي دي .

            دا هم د تهران ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل  انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي، د ایران  د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د آسټریا  دخارجه وزارت له عمومی منشي سره په کتنې کې  په افغانستان کې د داعش  او تکفیری ترهه ګرو ډلو  په ودې اندیښنه ښودلې او وئيلي ئې دي ، په دغه هیواد کې دامریکا دغلطو سیاستونو نتیجه د ترهه ګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتیدا او پراخیدا لامل شوي دي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي،د یمن یوې خبری رسندوئې ادعا کړې و د ریاض چارواکوله تهرانه غوښتي دي ، د یمن له انصار ا..ولسی غورځنګ سره د روغې جوړې په اړه دمینځګړیتوب لپاره دې هڅه وکړي.

د اروپائی اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن مشر جوزف بورل په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء  دخبرواترو  په زرترزره پیلیدا باندې په ټينګار سره  ووئیل ، د ویانا دخبرواترود ناکامۍ  په بڼه کې د ایران د ایټمي پروګرام له ودې سره  د مخامخیدنې لپاره د صهیونیسټي چارواکو له خوا  مطرح شوي بی پلان ( دوهمې نقشې ) سره مخالف یوو .

د عراق د پارلیماني انتخاباتو وروستۍ نتیجو باندې  خينی سیاسي  لورو په سخت اعتراض کې  مظاهرو ته  مخه کړې ده په داسې حال کې چې د دغه هیواد سیاسی مشرانو او او مدني ټولنو ټينګار کړی، باید دغه اعتراضونه  او مظاهرې سوله ایزې وي او  چاته په کې د دسیسو د جوړولو موقع په لاس ورنکړل شي .

دجنوبی کوریا یوه لوړروتبه  چراواکي وئیلي دي ، د کوریا دجنګ د پاي رسمي اعلان  له شمالی کوریا سره د ایټمي وسلو دختمولو لپاره درول شوو خبرواترو د بیرته پیلیدا لپاره  لاره هواریدلی شي .

د خواړو نړیوال پروګرام  په یوې  اعلامیې کې  په یمن کې د لوږې دختمولو لپاره د سملاسي اقدام غوښتنه کړې او وئيلي ئې دي که په دې اړه فوري اقدام او مرستې ونه شي ، نو ممکنه ده یوه نه کنټرولیدونکي انساني غمیزه به  رامینځةشي .  

 د ایران د قم  مقدس ښار پشمول په زیاترو ښارونو کې پرون  د افغانستان په کندهار او کندوز کې  پر جوماتونو د تکفیری ترهه ګرو داعشیانو د بوږنونکو ځان مرګو حملو په محکومیّت او د  مظلومو افغانانو په ملاتړ کې مظاهرې او غونډې جوړې کړي او د افغانستان پر موقته  حکومت ئې غږ کړی ، ددغه هیواد د مظلومو خلکو  دامنیت دتامینولو لپاره دې پخپلو  قانوني ،انساني او اخلاقي دندو عمل وکړ ي.

د سیمې د چارو یو کارپوه او تکړه شناندی پير محمد ملازهي  په یولړ څرګندونو کې په ډاګه وئيلی دي ، امریکاپه افغانستان کې خپل  خالي ځاي داعش ته سپارلی دی  او هماغه کارونه چې په تیرو کلونو کې ئې د ځينو نورو افراط پالو اوترهه ګروډلو په وسیله ترسره کول ، اوس ئې  هماغه ټول کرغیړن کارونه او جنایتونه تکفیری دعشیانو ته سپارلي دي .

همداراز د  امریکا د جارج ټاؤن  پوهنتون  یوه استاد پل پيلر  هم  په ډاګه وئيلي دي ،  په افغانستان کې د امریکا ماته  له شل کلن  کرغیړن بهیر سره اړوونده  ده .

د ایران  د پارلیمان د ملی امنیت د کمیشن یوه مسئول مقام فدا حسین مالکي  وئیلی دي ،ایران د ظالمانه او یو اړخیزو بندیزونو د ختمولو په باب  له خپلو دریځونو  شاتګ نه کوي .

 د پاکستان د ملی امنیت سلاکار معیب یوسف وئیلي دي ،د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب به پاکستان هیڅکله د امریکا دباؤنه ونه مني او نور هغه وخت تیر شوی چې امریکا به په هرې معاملې کې پر پاکستان دباؤنه اچول .

           دا هم د تهران چاپ جام جم ورځپاڼه ده چې  پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي،د ایران او سعودي عربستان  ترمینځ  خبرو اتنرو مثبتې نتیجې درلودلي او هماغه راز دوام لري ، البته ایران ته دسعودي عربستان د پلاوي خبر نه تائيدوو،هغه دغه راز وئیلي دي ، په تهران کې به په راتلونکي نزدې  کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو دخارجه وزیرانو غونډه جوړه شي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ابراهیم ریئسي  نن شپه  له خپل ولس سره د ټيلویژن له لارې په ژوندئ بڼه خبرې کوي .

 دیمن دپوځ ویندوی جنرال یحیی صریع وئیلی دي،په مارب او شیوه ولایتونو کې ئې  تر وروستیو پورې  درې زره دوه سوه مربع کلومیټر سیمې له ګوډاګیو او تالی څټو ځواکونو پاکې کړي دي .

 په  ویانا کې دیره نړیوالو اورګانونو کې د روسیې استازي اولیانوف ووئیل ، په بروکسل کې خبرې اترې د ویانا دخبرواترو  ځای نه نیسي .

د ترکیط  ولسمشررجب طیب اردوغان په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي، انقرې له امریکا د ایف شپاړس ډوله جنګي الوتکو  داخستو لپاره یو اعشاریه څلور میلیارډ ډالر ورکړي دي .

 امریکائي رسندویو وئیلي دي ، په  هیټي هیواد کې  اولس امریکایان مخ پټو کسانو تښتولي  دي

دملګروملتو  یونیسف ادارې په خبرتیا کې د طالبانو  د یوه چارواکي  له قوله  وئيلي دي ،  دغه ډله ژمنه شوې چې  ډیر زر په افغانستان کې د انجونو ښونځي پرانیزي .

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه