Oct 18, 2021 13:01 Asia/Kabul
  • حامد کرزی او عبدالله عبدالله د مسکو غونډې ته نه وربلل کیږي

زمونږخبریال راپور راکړی کابل کې د روسیې سفارت ویلي چې عبدالله عبدالله او حامد کرزی د هغو کسانو په فهرست کې نه دي شامل چې د مسکو غونډې ته وربلل شوي دي .

حامد کرزی او عبدالله عبدالله  په مسکو کې د مخکنیو غونډو مهم ګډونوال وو .

دا غونډه د راتلونکې چارشنبې په ورځ جوړیږي او د هندوستان په ګډون د سیمې د څو هېوادونو او د طالبانو استازي هم په کې برخه لري.

کابل کې د روسیې سفارت په یوه(1) ټویټ کې ویلي د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او عبد الله عبدالله چې لا هم کابل او ځان د سولې د  لوړې  شورا مشر بولي د هغو کسانو په فهرست کې نه دي شامل چې د مسکو غونډې ته وربلل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې یوه(1) خصوصي ټیلي ويژن  ډاکټر عبدالله ته د نژدي کسانو له قوله ویلي وو چې دغه دواړه شخصیتونه به په دې ناسته کې ګډون وکړي خو په خپله ښاغلي عبدالله او ښاغلي کرزي تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د افغانستان د طالبانو  حکومت د سولې په اړه د مسکو غونډې ته پلاوی استوي

په عین حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه(1) ټویټ کې ویلي چې د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

 

ښاغلي بلخي ویلي چې عبدالسلام حنفي او ورسره جګ پوړه پلاوی به د نورو هېوادونو له استازو سره پام وړ موضوع ګانو په هکله خبرې وکړي خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې دا کومې موضوګانې دي.

روسیه وايي د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې به د نورو موضوګانو په اړه د خبرو ترڅنګ د طالبانو پر پلاوي د یوه(1) ټولشموله حکومت جوړولو لپاره ټینګار وشي خو په ټول  کې یې موخه د افغانستان په اړه د یوې(1) سیمه ییزې اجماع رامنځ ته کول دي.

د هندوستان حکومت هم اعلان کړی چې خپل یو پلاوی به د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون ته واستوي. یاده دې وي چې دې ناستې ته د پاکستان ، چین او ایران په ګډون د یولسو(11) نورو هېوادونو استازي هم وربلل شوي دي.

مسکو تر دې وړاندې هم د افغانستان په تړاو د غونډو کوربتوب کړی چې په کې ډاکټر عبدالله عبدالله، حامد کرزي او ګڼو نورو سیاسي څېرو د طالبانو سره په خوا کې ګډون کړی دی.

 

په مسکو کې د افغانستان په تړاو د غونډو لړۍ په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوه.

دا ناستې د روسیې، افغانستان، چین، پاکستان، ایران او هندوستان د استازو ترمنځ د سلا مشورو په موخه پیل شوې وې.

د روان کال مارچ میاشت کې مسکو کې د ټرویکا  غونډې ګډونوالو هېوادونو روسیې ، چین ، امریکا او پاکستان ویلي وو چې افغانستان کې د اسلامي امارت بیا رامنځته کېدل نه غواړي.

 

ټیګونه