Oct 18, 2021 16:04 Asia/Kabul
  • د مصر د ښاریز له خیټې موبایل راوویستل شو

زمونږ خبریال وايي د مصر د یوه (۱) ښاریز له خیټې څخه چې څو میاشتې مخکې یې په غلطۍ سره موبایل ټیلي فون روغ تیر کړی و د جراحۍ په وسیله په بریالیتوب سره موبایل راوویستل شو .

د مصر د پلازمینې قاهرې په جنوب کښې د اسوان پوهنتون په روغتون کښې یو (۱) مریض بستري  کړی شو چې د خیټې درد ورته پیښ و او ډاکټرانو له معاینې وروسته ولیدل چې د ناروغه کس په معدې او دغه راز په کولمو کښې زیات عفونت پیدا شوی دی .

کله چې ډاکټرانو د مریض اپریشن وکړ نو د هغه له خیټې عجیبه شی راوویستل شو او هغه عجیبه  شی بل څه نه بلکې یو (۱) موبایل ټیلي فون و .

ډاکټران د مریض له خیټې څخه د موبایل ټیلي فون په ویستلو سره ډیر حیرانه شول .

راپورونه وايي چې دغه موبایل شپږ (۶) میاشتې دمصر د ښاریز په خیټه کښې پروت و .

 

ټیګونه