Oct 18, 2021 16:05 Asia/Kabul
  •  په اروپا کې د  انرژۍ په بې وځلۍ اندیښنې

د اروپا د ګیسو اوبریښنا د بیَو  اوڅاره  زیاتیدا ، دخپلو کورونو د موقتي  چټي کولو  د ارزونې لپاره  تولیدونکو ته یو پیاوړی سګنل دی .

د اروپائي کمیشن د کار او ټولنیزو چارو کمیشنر نیکلاس شمیت په دغې اتحادئې کې   د انرژۍ د بې وځلۍ په باب خبرداری ورکړ. هغه په دې باب وئیلی دي ، په میلیونونو خلک دم ګړۍ  په اروپائي اتحادئې ې د انرژۍ له بې وځلۍ کړیږي او  شمیر  ئې نوره هم زیاتیدلی شي .

د  اروپا دتجارتي ټولنو کنفډریشن  په ستمبر میاشت کې  اندیښنه ښودلې چې  په اروپا کې څه دپاسه  دوه میلیون اوه لکه  کسان  دکار کسب له درلودلو سره سره ،  په ژمي کې خپل کورونه ګرَم نشي ساتلی . اروپائي کمیشن  ددغې اتحادئې له غړو هیوادونو غوښتي دي  چې په لومړني فرصت کې دې ، د انرژۍ د بیّو د زر زیاتیدا په وړاندې دې  د کورنیو او شرکتونو ساتنه وکړي .

    په اروپاکې د انرژۍ د بې وځلۍپه باب جدي خبرداری او اندیښنو څرګندولو  له نوی واققیعّته،یعني  د انرژۍ  په تیره بیا ګیسو ته د اروپا د ډيرو زیاتو خلکو نه لاس رسی ، هغه هم  د ژمي د موسم په رارسیدو سره،پرده پورته کوي .  دا موضوع  تر ډیره حده په مخکینیو میاشتو کې  دګیسو د بیّو  ډ ډيرې زیاتیدا په دلیل  عنوان شوې  ده . د روان کال له جنورۍ تر اکتوبر میاشت پورې په اروپا کې  د طبیعي ګیسو د توک خرڅلاؤ زیاتیدا کابو  څلور سوه څلویښت فی صده زیاته شوي او په درستې اروپاکې ئې ډيرې زیاتې اندیښنې  راولاړې کړي دي .

 د ګیسو بیّه د هرمکعب میټر په بدل کې کابو یو زر دوه سوه ډالره ده .  دغه ګیس څخه د  بریښنا دتولید او د تودوخې لپاره استفاده کیږي .په طبیعي توګه  دې موضوع ، نه یوازې  په کورونو کې  د استفادې وړ طبیعی ګیسو  د قیمت د ورکولو په زمینې کې  د اروپا د خلکو  داخستوپر قدرت منفي اغیزې شیندلي ، بلکې  د بریښنا د بَیو د ډیرې زیاتیدا  سبب هم شوي  ده .

 په جرمني کې  د بریښنا بیّې  له جنورۍ میاشت راهسې  کابو یو سل څلویښت  فی صده  لاګرانې شوي دي ، په ایټالیا کې  درې سوه څلویښت فی صده ، په اسپانیا کې دغه بیَې څلور سوه پنځه ویشت فی صده زیاتې شوي دي . په اروپا کې  له دغو دوو سرچینو ،یعني له ګیسو او بیښنا ، د تودوخې لپاره استفاده کیږی  او ددغو دواړو انرژیو  د بَیو ډیرې زیاتیدا ته په پام سره طبیعتا ، ډیری خلک  به له دغو انرژیو څخه د  کافی استفادې  جوګه نه وي او همدا موضوع  په اروپا کې د انرژۍ  د بې وځلۍ د نوي ښکارندې  د رامینځةکیدا لامل شوې ده .

 په عین حال کې ،د اروپا د ګیسو اوبریښنا د بیَو  اوڅاره  زیاتیدا ، دخپلو کورونو د موقتي  چټي کولو  د ارزونې لپاره  تولیدونکو ته یو پیاوړی سګنل دی .

 یو مهم ټکی دا چې د ګیسو د بیَو ددغې ډيرې زیاتیدا د ګرَم  معلومولو په باب  د  اروپا د ګیسو د یوه اصلی تامینونکي هیواد په توګه  د روسیې او  اروپایانو ترمینځ  دنظر ډیر اختلافات  شته دي  .  اروپایانو ، د روسیې له خوا د ګیسو د وړاندې کولو کمیدا او  له ماسکو سره د ګیسو اړوندوالی ، د ګیسو د بیّو د لوړیدا  یو مهم علت بللی دی . دم ګړۍ  د اروپا  لږترلږه  دیرش فی صدي ګیس  د روسیې له خوا تامینیږي .  د اروپائي اتحادئې د  انرژۍ ګمیشنر  په وینا ،  د ګیسو  له وارداتو سره اړوندوالی ، نوي فی صده دی  او  په همدې دلیل،  د انرژۍ  خپلواکي باید  په اروپائي اتحادئې کې  یو اصلی لومړیتوب  باندې بدله شي . 

 په مقابل کې ، روسان باؤري دي ، چې بروکسل د طبیعي ګیسو په تجارت او  ځاي بازار ته ئې  په حرکت کې د  اوږدمهاله  معاملاتو دونډې په کمولو سره ، چې  هلته بیَې  تر ټولو لوړې سوئې  ته رسیدلي  ډیره ستره تیروتنه ئې کړې  او دګیسو بیَو د زیاتیدا سبب شوې  ده . د روسیې  مرستیال لومړي وزیر الیګذنډر نواک  هم  په اروپا کې  دانرژۍ د بحران  د راپينځيدا په باب په خبرداري ورکولو سره ،  په اروپا کې د تر مځکې په لاندې تاسیساتو کې د ګیسو د زیرمو د پنځه ویشت میلیارډ مکعب میټرو  دکمښت خبر ورکړی دی، په دې زمینې کې  دسملاسی اقدام غوښتنه کړې ده .

په عین حال کې  په دې زمینې کې ځيني  کارپيژاندي بل نظر لری . د دوي په اند ، په اروپا کې د کرونائي بحران  په کمیدا سره ددغې سیمې اقتصاد دښه کیدا په لاره سم شوی  او دا موضوع  د ګیسو د غوښتنې په تیره بیا  په صنائعو او شرکتونو کې د ګیسو د غوښتنې د زیاتیدا سبب  شوې ده .  د غوښتنې او وړاندې کونې  قانون ته په پام سره ، هرڅومره  چې غوښتنه زیاتیږي ، نو بیَې ئې هم  زیاتیږي . نو ځکه  په وسني پړاؤ کې  د مختلفو  عواملو ترکیب ،  دګیسو  په زمینې کې د بحراني وضعیّت د رامینځةکیدا او  په اروپا کې ئې د بیَود بې مخینې زیاتیدا  سبب شوي دي .

 

ټیګونه