Oct 20, 2021 12:36 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۸-۷-۰۰

نن د تهران تقريباً ټولو ورځپاڼو په دغه ښار کښې د اسلامي وحدت نومې پينځه دېرشم نړيوال کانفرنس د شروع کېدو او پکښې يې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر او نورو نړيوالو شخصيتونو وېناوې راخېستې دي.

په سرکښې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په خپله شهسُرخۍ کښې وليکل: د اسلامي وحدت پينځه دېرشم نړيوال کانفرنس «په اسلامي نړۍ کښې د اسلامي يووالي او صلحې، او له تفرقې او تنازعې نه د ډډې کول» په شعار سره د ايران د ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي په وېنا سره په تهران کښې شروع شو. د خبر له مخې دغه کانفرنس به ترپينځو ورځو دوام ومومي او له کورونا سره د اړوندو پروګرامونو د تدابيرو د خيال ساتلو په وجه له ايران او د نړۍ له نهۀ دېرش هېوادونو څخه مېلمانۀ په آنلائن او حضوري توګه شرکت کوي.

ورځپاڼې بيا وليکل د ايران ولسمشر ډاکټر سيد ابراهيم رئيسي د کانفرنس د پرانېستې په مراسمو کښې په خپله وېنا کښې وويل: د امت د وحدت لپاره کوشش او هلې ځلې پکار دے د ديني عالمانو لخوا په جديت او پرېکنده اوشي.هغۀ زياته کړه: د اسلامي مذهبونو نزدېکت چې امام خميني (رح) او د اسلامي انقلاب معظم رهبر ورباندې تاکيد کړے او په اسلامي نړۍ کښې يو سټراټيجک حرکت دے.

هغه وويل، کله چې داعش ترهه ګره ډله جوړه شوه نوځينو په صحيح توګه داعش درک نه کړ. هم هغه وخت مې ياد ديچې د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمايل،د داعشيان د کار ډول د صهيونېسټانو د کار ډول دے، دا د يو مسلمان کار نه دے چې دومره وينه وبيوي او جنايتونه وکړي، نو معلومه شوه چې د هغوي امريکائي او صهيونېسټي ريښه لري.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر زياته کړه، نن په لبنان او افغانستان کښې د دغې دسيسې کتونکي يوو او پرون په عراق او سوريې کښې يې کتونکي وو. په دغې دسيسې پوهېدل ډېره مهمه خبره ده او د اسلامي علماؤ لخوا د خلقو بېدارونه به په اسلامي امت کښې د ځوانانو د ژغورنې سبب شي.

----------

له دغه خبر نه پس هغه خبر چې اکثرو ورځپاڼو ورته زيات انعکاس ورکړے دے په وروستيو حالاتو د لبنان د حزب ا... د مشر سيد حسن نصرا... ځانګړې او مهمه وېنا ده. د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې وليکل، سيد حسن نصرا... په لبنان کښې د اسرائيلو اېجنټانو او تالي څټو ته خبردارے ورکړ، چې که څه هم په لبنان کښې له کورني جنګ نه ډډه کول زمونږ سياست دے خو د حزب ا... مسيحيانو ترمېنځ اختلاف او جنګ جوړؤنکو اسرائيلي اېجنټان دې پوهه شي چې مونږ له يو لکو زيات تيار او روزل شوي جنګيالي لرو او له هر ډول دسيسې سره د مقابلې لپاره قوت لروو، نو پکار دي دغه فتنه کؤنکي په خپل ځاے غلي کښېني. هغه د سمير جعجع په مشرۍ قوات اللبنانيه ګوند ته په اشارې سره وويل: دوي غواړي حزب ا... د لبنان د مسيحيانو دښمن اوښئي او داخلي جنګ شروع کړي خو دغه ګوند خپله د مسيحيانو دښمن ګوند دے او حزب ا... د لبنان له مسيحيانو سره هيڅ مشکل نه لري. سید حسن نصر ا... پخپل روښانه دریځ کښې  په ډاګه کړې ده ،د القوات ګوند له داعش او النصره جبهې او هغو کسانو سره همتړون شوے دے،چې د سوريې اعتراض کونکي نومیږي ، په همدې دلیل تر ټولو ستر ګواښ دے. دوي  د اسرائيلو ګوډاګیان دي . که داعش او النصره جبهه بریالي شوې وې،نو هیڅ یو مسیحي ، له دې مخکې  چې لبنان ته منتقل شي ، باقي نه پاتییکیدۀ .  دغه ائيتلاف  د لبنان اوسوريې  دمسیحیانو لپاره یو لوي ګواښ دے.

----------

جام جم ورځپاڼې بيا په يو خبر  کښې وليکل: د افغانستان د ترهه ګريزو حملو د شهيدانو او زخميانو له کورنيو سره د ايران انساندوستانه مرستې دوام لري. ورځپاڼې په قندهار کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د کنسولګرۍ په نقل سره وليکل: چې د دغه ښار په فاطميه جومات د ترهه ګريزې حملې د شهيدانو کورنيو او زخميانو لپاره د ايران مرستې وړونکې الوتکه قندهار ته لاړه چې قندهار ته د ايران د بشر دوستانه مرستو د بار له خالي کولو وروسته يې د دغې پېښې يو شمېر زخميان د علاج لپاره ايران ته منتقل کړل.

د ورځپاڼې د خبر له مخې د ايران اسلامي جمهوريت له دې مخکې هم په قندوز کښې د په جومات  کښې د جُمعې د نمانځه په نمونځګزارو د ترهه ګريزې حملې د شهيدانو د کورنيو او زخميانو لپاره دوه الوتکې بشر دوستانه مرستې لېږلې وې چې پکښې درمل، کمبلې، خوراکي مواد او د ژمي ګرمې جامې وغېره شاملې وې.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې  وليکل: ايران په افغانستان کښې د اسلامي تعاون د تنظيم په لا فعاله کردار تاکيد وکړ. د ايران د بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان د اسلامي تعاون د تنظيم له مشر يوسف العثيمن سره په ټيلفوني خبرو اترو کښې په قندوز او قندهار کښې په دوو جوماتونو کښې په نمونځګزارو په وحشيانه حملو کښې د داعش ترهه ګرې ډلې وروستيو ترهه ګريیزو او جنايتکارانه اقداماتو ته په اشارې سره د اسلامي تعاون د تنظيم د مشر او غړيو لخوا د دغو غېر انساني اقداماتو د غندنې غوښتنه وکړه.

----------

اوس به د پاکستان چاپ له ورځپاڼو نه   د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼې ته يوه کتنه کوو.

جنګ ورځپاڼې په خپله انټرنټي پاڼه کښې په تازه خبرونو کښې وليکل: پاکستان يو ځل بيا په ملګرو ملتو کښې د کشمير مسئله وړاندې کړه. ورځپاڼې په ملګرو ملتو کښې د پاکستان د استازې مېرمن صائمه سليم له قوله وليکل: پاکستان د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې د کشميریانو د جبري بې درکه کېدو، له محاکمې نه بغېر د خلقو د وژلو، د نامعلومو جسدونو د قبرونو د کشفېدو او داسې نورو مسائلو په  حقله په ملګرو ملتو کښې شکايت وکړ.

د ورځپاڼې دغه سائيټ په يو بل خبر کښې وليکل: په خېبرپښتونخوا کښې ډينګي مرض په زياته اندازه په خپرېدو دے. يوازې په پېښور کښې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په ډينګي مرض اخته شو څلور سوه اته دېرش  نور کسان معلوم کړې شول. د خبر له مخې په پنجاب صوبه کښې هم دغه بيماري په زياتېدو ته او په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په دغه صوبه کښې درې سوه څلور اويا نوي بيماران په دغه مرض چې د يو ډينګي نومې ماشي د چيچلو په وجه لګي اخته شوي دي.

--------

اوس به د کابل چاپ ورځپاڼو څخه مسير ورځپاڼې ته لاس کړوو چې په يوخبر کښې يې وليکل: روسیه وایي له افغانستان سره د اقتصادي او بشري مرستو په لټه کې دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دوی د طا لبانو د رسمیت پېژندلو په لټه کې نه دي خو هڅه کوي له دغه هېواد سره بشري مرستو ته زمینه برابره کړي او اقتصادي ملاتړ یې وکړي. دده په خبره دوی همدا راز افغانستان ته د بشري مرستو د راټولولو لپاره هم کوښښ کوي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: په بامیانو کې هم ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شول.

د خبر له مخې په بامیانو کې د لیسې دورې نجونو ته اجازه ورکړل شوې چې ښوونځیو ته لاړې شي. سرچینه کاږي چې ټولې نجونې کولی شي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي خو دوی ته به د ښځینه ښوونکو له لوري تدریس کېږي. تر دې وړاندې په سرپل، بلخ او کندوز ولایتونو کې هم ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شوي ي. په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم د هېواد په ټولو ولایتونو کې د نجونو ښوونځي تړل شوي وو، چې په تدریجي توګه یې د پرانیستلو لړۍ پيل شوې ده. بلخوا بیا د پوهنتونونو دروازې لا هم د محصیلینو پر مخ تړلې دي او د طالبان  وایي چې ژر به یې د پرانیستلو لپاره لاس په کار شي.

-------

د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې بيا وليکل؛ د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازي  زلمي خلیلزاد له خپلې دندې استعفا وکړه.

د ورځپاڼې له مخې د خلیلزاد پر سیاستونو د افغانستان په ګډون له هیواد څخه بهر هم ځینو سیاستوالو نیوکه کړې ده. د خلیلزاد استعفا ته په غبرګون کې د افغانستان د ملي امنیت مخکیني رئیس رحمت الله نبیل پر خپله ټویټر پاڼه کښې لیکلي: آخر دا فریبګر انسان له صحنې څخه وشړل شو، په داسې حال کې چې افغانستان یې په یو داسې ناورین کې پرېښود چې شاته تګ یې ناممکن دے.

له بلې خوا د امریکې مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم خلیلزاد ته د ګڼکپ او کلاهبردار خطاب کړے دے.

د وېسا ورځپاڼې دغه خبر په داسې حال کښې دے چې ځينو رسنيو ليکلي چې خليزاد په خپل استعفاء ليک کښې له خپلې مخينې دفاع کړې، خو په عېن حال کښې يې اعتراف وکړ چې په خپله وروستۍ ذمه وارۍ کښې يې هغه څه چې غوښتل يې ترلاسه نه کړې شول او د افغان حکومت او طالبانو ترمېنځ سياسي تعلقات هغه ډول چې اټکل يې کړے ؤ مخ په وړاندې لانړل.

-----------

ترجمه و ترتيب: شاهين

 

ټیګونه