Oct 20, 2021 13:54 Asia/Kabul
  • د اسلامي وحدت پنځه دیرشم کنفرانس،دریځونه او موخي

د اسلامي وحدت پنځه دیرشم کنفرانس د اسلامي وحدت، سوله او په اسلامي نړۍ کې له کرکي او نفاق څخه د پرهېز په موضوع سره د سې شنبې په ورځ د وحدت د اوونۍ له پېلېدو سره سم په تهران کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په وېناو سره پیل شو،

په دغه کنفرانس کې د اسلامي نړۍ انډیالان او پوهان د نړۍ له ۵۲ هیوادونو څخه په حضوري او مجازي توګه ګډون لري.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د خپلو وېناو په یوه برخه کې په اسلامي نړۍ کې د دسیسو په وړاندې د مسلمانانو د بیدارونې په موخه د دغه کنفرانس رول اهمیت استراتیجیک وباله، رئیسی همدارنګه په سیمه کې د امریکې او د صهیونیزم له موخو سره د داعش ږغملتیا ته په اشارې سره وویل: دغه دسیسه نن سبا په لبنان او افغانستان کې روانه ده، تر دې مخکې ورته دسیسې په عراق او سوریه کې پلي شوې وي، په دې خاطر د دې دسیسې درکول ډېر اهمیت لري او د اسلامي نړۍ د علماو خبرداری او وېښتیا د اسلامي امت د ځوانانو په ساتنه کې مهم رول لوبوي.

اسلامي هیوادونه له زیاتو ګواښونو او دسیسو سره مخامخ دي چي سیمه ایز ټروریزم، شخړې او مذهبي اختلافات یې تر ټولو مهم ګواښونه دي، دغه ننګونې په حقیقت کې د ټولو لپاره یو ګډ ګواښ دی چي د اسلامي نړۍ او د سیمي د هیوادونو په برخلیک اثر کوي، ټروریزم او افراط پالنه یوازې عراق او سوریې ته ګواښ نه رامینځ ته کوي بلکي سیمه ایز او نړیوال سوله له جدي ګواښ سره مخامخوي، حالات اندېښمنوونکی دی او په افغانستان کې د داعش فعالیت په دې زمینه کې یوه څرګنده نمونه ده.

په دې خاطر له نفاق، ټروریزم او د وحدت ورانوونکو چارو سره مقابله له استراتیجیک اهمیت څخه برخور دی، په اسلامي نړۍ کې د وحدت تینګښت د حقیقتونو بیانولو، د دسیسو په اړه خبرداری، د مترقي مفکورو خپرېدا او د اسلامي هیوادونو تر مینځ ګډو همکاریو ته ضرورت لري،

په دې خاطر د اسلامي نړۍ په وړاندې د دسیسو په هکله معلومات په تېره بیا په سیمه کې د امریکې د موخو په هکله خبرتیا له زیات اهمیت څخه برخور دی.

امریکا هیڅکله په اسلامي هیوادونو کې د سولي زغم نه لري، ځکه چي په سیمه کې د اسرائیل د منحوس رژیم موجودیت او د امریکې د سلطه غواړې موخو پلي کېدا یوازې د اسلامي هیوادونو په کمزوري کولو او نفاق سره تضمینېدایشي.

د اسلام دښمنان غواړي چي اسلامي نړۍ کمزورې، له نفاقه ډک او پردیو ته اړ وي، امریکایي سیاستولان په ښکاره دغه خبره کوي، هغوی وایي باید په لوېدیځه اسیا کې جنګ او شخړه رامینځ ته شي تر څو د صهیونیستي رژیم امنیت تضمین شي.

د فرانسې د پوهنتون د پوهنیزي کمیټې غړی عماد حمرونی د غوندي په لومړي ورځ کې په خپلو وېناو کې یادونه وکړه چي نن سبا د فلسطین او د سوریې ځینې برخې لاندې شوي دي، د مختلفو سیمو څخه تکفیریان د جنګ میدانونو ته وردانګلي دي، دا ټول په دې معنا چي د اسلامي نړۍ متفکرینو ماته خوړلې ده، هغوی د اسلامي امت د ورورولي په زمینه کې ناکامه شوي دي.

هغه زیاته کړه: له بده مرغه نړیوال استعمار په دې کامیابه شوی دی چي زموږ په تاریخ کې له اختلافاتو او شخړو څخه کار واخلي، موږ باید د اختلاف هر ډول اثار له مینځه یو.

امریکایي چارواکو په ایران باندې د بې ځایه تورونو په لګولو او د بې باوری د فضا په رامینځ ته کولو سره د سیمي د هیوادونو او د ایران تر مینځ د تفرقې او نفاق د اچولو هڅې کوي، تر څو په سیمه کې میدان واشنګټن او د هغه مزدورانو ته خالی شي، خو د ټولو دسیسو سره سره، ایران د سلطه غواړې نظام په وړاندې ولاړ دی او په وحدت او له تفرقې څخه په پرهیز باندې په ټینګار سره تر ظلم لاندې په ولسونو کې د پاڅون او د بیداری سبب ګرځېدلی دی. همدغه مساله ده چي د صهیونیستانو او د امریکې د غوصې سبب شوی دی.

بې له شکه اسلام د وحدت او د همپالنې دین دی چي له تاوتریخوالو او تحجر څخه لیری دی، وحدت د دسیسو سره د مقابلې او د بریالیتوب یوازینی لاره ده.

په دې مینځ او مان کې تر ټولو د اهمیت وړ مساله د اسلامي وحدت  ارزښتناک اصولو او اسلامي حقیقي هویت ته وراستنېدا ده چي هغه ته پاملرنه او توجه کولایشي اسلامي نړۍ د سلطه غواړو له نفوذه وژغوري، اسلامي نړۍ د داسي یوې ملاتړي په لرلو سره بې له شکه کولایشي ځان د تفرقې او افراط پالنې له ګرداب وژغوري.

 

 

ټیګونه