Oct 20, 2021 15:54 Asia/Kabul
  • انګلستان کښې د افغانستان کډوال له لومړیو خدماتو محرومه دي

د بریانیا بي بي سي ټیلي ويژن وویل د افغانستان هغه کډوال چې په تیرو میاشتو کښې لندن ته ورغلي دي د حکومت له ملاتړ او لومړیو خدماتو څخه بې برخې او محرومه دي .

دغه ټیلي ويژن زیاته کړه موجوده نښې نښانې د دې ښودنه کوي د افغانستان هغه ښاریز چې په تیرو میاشتو کښې او د بریتانیا د حکومت د پلان په چوکاټ کښې لندن ته ورغلي دي د بریتانیا د حکومت او د مرستندویه موسسو له ملاتړه محرومه دي .

د بریتانیا د مرستندویه موسسو له وینا سره سم د افغانستان ډیرې ښاریز به مجبوره وي چې څه د پاسه یو(۱) کال په هوټلونو کښې پاتې شي .

له دې سره په یووخت ځینې ښوونځي او خیریه ډلې هڅه کوي په بریتانیا کښې د افغانستان له دغو ښاریزو سره مرسته وکړي .

په بریتانیا کښې د افغانستان ډير پناه غواړي نن سبا بې کوره دي او په موقته هستوګن ځایونو کښې له سخت حالت سره مخ دي او ځینې افغانان هم  د اطرافو ښارونو ته انتقال کړې شوي دي چې له کبله یې د حکومت ملاتړو چینلونو ته دهغوې لاسرسی سخت شوی دی .

په بریتانیا کښې د افغانستان د کډوالو دغه حالت د پارلمان د استازیو اعتراض راپارولی دی او هغوې د بریتانیا د حکومت لخوا د ځواب د ورکولو غوښتنه کړي ده .

بریتانیا په افغانستان کښې د امریکا او د ناټو د ماتي خوړلي ماموریت برخه وه او په افغانستان باندې د طالبانو له کنټرول وروسته په لندن خارجي او داخلي نیوکې زیاتې شوي دي .

 

ټیګونه