Oct 20, 2021 16:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبان دې باید په خپلو ژمنو عمل وکړي

لاوروف وايي طالبان دې د خلکو د حقوقو د ورکولو په هکله په خپلو وعدو عمل وکړي.

د ریانووسټي خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې خارجه وزیر په دې بیان سره چې په افغانستان کې د کراري د راوستلو لپاره  د طالبانو هڅې په رسمیت پېژنو وویلک د طالبانو ډله دې د خلکو د حقوقو او ازادۍ په برخه کې په خپلو وعدو عمل وکړي.

  سرگئی لاوروف  نن د طالبانو د یو پلاوي په شتون سره د مسکو دغونډې په پېل کې وویل: د افغانستان د خلکو ملاتړ باید د کارندي ټولنیزو سیاستونو، د اساسي حقوقو او د خلکو د ازادیو په رعایتولو سره تحقق ومومي. 

د روسیې خارجه وزیر د ملګرو ملتو په رول په تینګار سره وویل: مسکو ډاډه ده چې  د افغانستان په مساله کې  په نړیوالو مشورو کې د غږملوونکي مرکزي رول باید  ملګرو ملتو ته ورکړل شي.

 لاوروف د خپلو خبرو په دوام کې  له نړیوالو ټولنې وغوښتل چې  خپلې سرچینې د افغانستان لپاره په مرستو متمرکزې کړي. ده وویل: اوس وخت رارسېدلی دی چې نړیواله ټولنه له کابل سره د انساني کړکیچ د رامینځته کېدو   او نورو هیوادونو ته د افغان کډوالو د ورماتېدو د مخنیوي لپاره، اغېزمنې اقتصادي او مالي مرستې وکړي.

 لاوروف په پای کې د مسکو په غونډه کې له ګډونه د امریکا په ډډه کولو د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل چې د امریکا دولت دې له افغانستان سره د اړوندو مسایلو په هکله  د ملګرتیا په وعدو عمل وکړي.

 

ټیګونه