Oct 20, 2021 16:35 Asia/Kabul
  • د افغانستان  په جنګ کې د امریکا ماته د واشنګټن حیثیت ته  ګوزار ورکړی دی.

د امریکا د جاسوسي ادارې سي آیي ای پخواني مشر اعتراف وکړ چې د افغانستان په جنګ کې د امریکا ماته د واشنګټن حیثیت ته ګوزار ورکړی دی.

د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې  ،  "دیوید پترائوس" David H. Petraeus  چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حملو پلوی و وویل:  له شلو کلونو وروسته له افغانستانه د امریکا او متحدانو وتل یې، د لویدیځو هیوادونو منجمله انګلستان د نیوکې سبب شوی دی.

دغه امریکایي جنرال چې  په لندن کې یې د انګلستان د پارلیمان د بهرنیو چارو د کمېټې په غړیو کې خبرې کولې وویل:  ددغه هیواد غلط سیاست هم په افغانستان کې له ماتې سره مخامخ شوی دی.

 د افغانستان د دولت سقوط، په امریکا د دغه هیواد د چارواکو بې باوري، د میلیونونو کسانو کډوالي،  د سلګونو زرو کسانو وزله، د کورونو، ښوونځيو، بنیادي تاسیساتو، جوماتونو روغتیایي مر کزونو او نورو ودانیو ړنګېدل په افغانستان کې د امریکا د شلو کلونو د شتون نتیجه ده.

 

 

ټیګونه