Oct 22, 2021 13:48 Asia/Kabul
  • که چین پر تایوان برید وکړ امریکا به یې دفاع وکړي

زمونږ خبریال وايي د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي د چین د برید په صورت کې به له تایوانه دفاع وکړي. د نوموړي دا څرګندونه په ظاهره له له یوه اوږدمهاله دریځه اوښتل بلل کېږي.

له ولسمشر بایډن پوښتنه وشوه، چې ایا امریکا به د تایوان دفاع وکړي؟ نوموړي په ځواب کې وویل: ''هو موږ دا ژمنه کړې، چې داسې به کوو. ''

بایډن زیاته کړه، له چین سره د کړکېچ په هکله باید اندېښنه و نه شي او داسې اړتیا هم نه شته چې ''د دوې زورور کېدو ته اندېښنه وشي '' ځکه ''چین، روسیه او ټوله نړۍ پوهېږي چې موږ د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ځواکمن پوځي قوت یو. ''

له تایوانه د دفاع په هکله د سي این این خبري شبکې انډرسن کووپر یوې بلې پوښتنې ته ځواب کې ولسمشر بایډن خپل لومړنی ځواب بیا تکرار کړ.

خو وروسته د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ځینو امریکايي رسنیو ته وویل، چې د ولسمشر دا څرګندونې د پالیسۍ بدلون ته اشاره نه ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند د ولسمشر بایډن د خبرو تشریح په توګه وویل امریکا ''زموږ پالیسۍ کې هېڅ بدلون نه اعلانوي، زموږ پالیسي کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. ''

بل لور تایوان د ولسمشر بایډڼ څرګندونو ته په اشارې سره ویلي، د چین په تړاو به د دوی په خپله پالیسۍ کې بدلون ورسره را نه شي.

د تایوان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند زاویر چینج په دې هکله وویل، تایوان به تر فشار لاندې رانشي او نه به هم د ملاتړ ترلاسه کولو په صورت کې ''بېړنیز یرغل وکړي. ''

د نوموړي په وینا ''تایوان به له ځانه د دفاع پر ژمنه کلک ولاړ پاتې شي. ''

امریکا د تایوان دفاع په تړاو له اوږدې مودې راهیسې د 'ستراتيژیک ابهام ' پالیسي لري.

د دې مانا دا ده چې که چین پر تایوان برید کوي، امریکا به په لوی لاس مبهم حالت غوره کړي.

چین تایوان ته د خپل یوه بېل شوي ایالت په نظر ګوري، یو داسې ایالت چې که اړینه شي د زور له لارې به یې بېرته له ځان سره یو ځای کړي، خو تایوان بیا ځان یو خپلواک دولت بولي.

امریکا له تایوان سره رسمي دیپلوماتیک اړیکي نه لري، خو له تایوان سره د اړیکو په هکله د خپل یوه قانون له مخې چې وايي، تایوان ټاپو باید له ځانه دفاع وکړي، وسلې پرې پلوري.

 

ټیګونه