Oct 23, 2021 16:04 Asia/Kabul
  • د ایران د اټومي فعالیتونو په هکله د فرانسې ادعا د اروپا دوه ګوڼه کړچارونه :-

په پاریس کښې د امریکا او د اروپايي هیوادونو د استازیو د پرون ورځې له کتنې سره په یووخت فرانسې له ایرانه وغوښتل خپل اټومي فعالیتونه محدود کړي .

د فرانسې د خارجه وزارت ویاند «انه کلیر لوژاند» په یوې(۱) بیانیې کښې د اټومي ژمنو په نه اجرا کولو کښې د اروپايي هیوادونو د ژمنو تر پښو لاندې کولو ته له اشارې پرته ایران د اټومي موافقې په خلاف ورزۍ کولو تورن کړ او له ایران څخه یې وغوښتل چې د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره بشپړه ملګرتیا له سره پیل کړي .

«لوژاندر »دغه راز ادعا وکړه د امریکا او د اروپا شرکا په سمدستي ډول له ایران سره اټومي خبرو اترو ته  تیار دي چې په چټکۍ سره خپلو ژمنو ته د ایران د بیرته ستنیدا او اټومي تړون ته د امریکا د بیرته ستنیدا موافقه لاسلیک شي .

له څو اړخیزه اټومي تړون څخه د ایران د ګټو د تضمین او د تامین په هکله د عملي او د ملموسو نتیجو د لرلو په شرط اټومي تړون ته بیرته ورستنیدل اهمیت لري خو د امریکا او د دریو (۳) اروپايي هیوادونو لخوا په دې زمینه کښې هیڅ جدي او عملي اقدام نه دی ترسره شوی .

فرانسه چې په ظاهره  د اټومي خبرو اترو په دوام کښې په ځنډ اندیښمنه ده د خپلو دریځونو په بیانولو کښې ګډې وډې خبرې کوي .

د فرانسې چارواکو ظاهرا دغه خبره هیره کړي ده چې لومړۍ امریکا د اټومي تړون خلاف ورزۍ وکړه .

امریکا په دې زمینه کښې یوه(۱) بشپړه او پراخه خلاف ورزۍ کړي ده او درې(۳) اروپايي هیوادونه هم د خپلو وعدو   او په اټومي تړون کښې د ایران د  ګټو د تامینولو په هکله د خپلو ژمنو له نه پوره کولو  له بې تفاوتۍ او بې عملۍ سره مخامخ دي .

اروپايي هیوادونه د بیانیو په چوکاټ کښې د انحرافي مسائیلو په مطرح کولو سره په حقیقت کښې د اټومي تړون د خلاف ورزۍ د توجیه لپاره د پلمو د لټولو هڅه کوي .

دغه کړچارونه د دې ښودنه کوي چې امریکا او اروپايي هیوادونه د اټومي تړون لپاره د خبرو اترو تر پوښښ لاندې د نوي حالت د رامینځته کولو کوشش کوي .

په اټومي تړون کښې خپلو ټولو ژمنو ته د  ایران په پاې بندۍ باندې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له اعتراف سره سره د امریکا حکومت د دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال د مي د میاشتې په اتمه (۸) نیټه په یواړخیزه ډول له اټومي تړون ووتله .

په اټومي تړون کښې د پاتې هیوادونو په ګډون سره د اسټریا په پلازمینې ویانا کښې اټومي  موافقې ته د امریکا د بیرته ستنیدا په هدف سره تراوسه د خبرو اترو شپږ(۶) پړاونه شوي دي  خو دغه خبرې  د منلو وړ نتیجې ته نه دي رسیدلي .

همدا اوس امریکا او اروپايي هیوادونه له ایرانه غواړي چې د ویانا د خبرو میز ته ورستون شي خو له دې سره په یوخت د ایران پرضد نوي بندیزونه لګوي چې دا یوه (۱) ښکاره خلاف ورزۍ ده او دا ډول کړچار رغنده پیغام نلري .

اټومي تړون ، د ملګروملتونو د امنیت شورا  د دوه زره دوه سوه یودیرشم (۲۲۳۱) پریکړه لیک په چوکاټ کښې د دواړو لورو ژمنې په ګوته کړي دي خو اروپا او امریکا په دغو ژمنو عمل کول خپلو هدفونو ته د رسیدا یرغمل کړي دي .

د تیرو کړچارونو په دوام ټینګار او د ایران د سوله ییزو اټومي فعالیتونو په هکله د بې اساسه تورونو د تکرار نتیجه په پریکنده توګه اټومي تړون ته د  نور تاوان رسیدل دي .

د فرانسې شناند السکتاندر اوسټین(Alexandre Austin) د اروپا د ګډوډ کړچار او دا خبره چې اروپايي هیوادونه ولې له یوې خوا د اټومي تړون په ساتلو ټینګار کوي او له بلې خوا د امریکا د بایکاټ سیاستونه تعقیبوي دغه ټکي ته اشاره کوي چې اروپايي هیوادونو د اټومي تړون پراساس د بایکاټونو د لغو کیدا له وخت راهسې د امریکا له بایکاټونو سره ملګرتیا کړي ده او دا یو (۱) ناسم کړچار دی .

هغه وخت چې امریکا له اټومي تړون ووتله او د ایران پرضد یې خپل بندیزونه له سره پیل کړل اروپايي هیوادونو  د امریکا د بازار له لاسه د ورکولو د ویرې په وجه په داسې اقدام لاس پوری کړ چې د ایران بازار په ورپسې لومړیتوب کښې و او په بل عبارت اروپايي هیوادونه هم د دغه ماجرا قرباني شول .

اوسټین وویل زما په نظر اروپايي هیوادونه کولای شي د غږمله کیدا او د کوټلي غبرګون د ښودلو په بڼه کښې د امریکا د دباونو په مقابل کښې مقاومت وکړي خو مشکل دا دی چې اروپا په سخت ډول له نا غږملتیاو څخه کړیږي .

د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان روسیې ته په وروستي سفر کښې وویل که چیرې ټاکل شوي وي چې اټومي خبرې د تیرو اتو (۸) کلونو لاره کچ کړي او خبرې د خبرو اترو لپاره وي په پریکنده توګه د ایران اسلامي جمهوریت به په خپل  وخت  د هغه په چوکاټ کښې ضروري فیصله ترسره کړي .

دغه دریځونه د دې ښودنه کوي د اټومي تړون په وړاندې د ایران سټراتيژۍ شفافه او منطقي ده او اټومي تړون ته د ایران بیرته ورستنیدل د مقابل لورو له ښه نیت سره ارتباط لري .

 

ټیګونه