Oct 24, 2021 07:43 Asia/Kabul
  • قرقیزستان کښې د امریکې پوځي اډې ته هیڅ ضرورت نه لرو

د قرقیزستان ولسمشر وویل چې دغه هیواد د امریکې پوځي اډې ته هیڅ اړتیا نه لري

د قرقیزستان ولسمشر وویل چې دغه هیواد د امریکې پوځي اډې ته هیڅ اړتیا نه لري

صدیر جباراف په یوه خبري غونډه کښې وویل: په قرقیزستان کښې د روسیې یوه اډه موجوده ده او له امریکې سره د پوځي فعالیت د دوام په هکله موافقه په ۲۰۱۴ کال کښې ختمه شوې ده.

جبار اف په دغه کانفرنس کښې د امریکې د پوځي اډې په نه جوړیدو باندې پر ټینګار سربیره له فساد سره د مبارزې، د سیاحت د پراختیا، سرحدي ستونزو، له هیواده بهر ته د رسمي سفرونو لپاره د پلاننګ او د قرقیزستان د شورا د عالي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په شان موضوعاتو په هکله هم خبرې وکړې.

هغه هم داشان له ګاونډي هیوادونو سره د ملګرتیا اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: چین د کرونا وبا په دوران کښې له بشکیک سره ډیره مرسته کړې ده.

 

ټیګونه