Oct 26, 2021 05:43 Asia/Kabul
  • خلیلزاد په افغانستان کښې د امریکې په ماتې داده شو

د افغانستان پ چارو کښې د امریکې پخواني استازي په دغه هیواد کښې د واشنګټن ماتې ومنله

د افغانستان پ چارو کښې د امریکې پخواني استازي په دغه هیواد کښې د واشنګټن ماتې ومنله

ځلمي خلیلزاد د امریکې سي، بي، ایس خبري چینل ته په یوه مرکه کښې وویل: په افغانستان کښې د جنګ دوام هیڅ ګټه نه درلودله او واشنګټن په دغه جنګ کښې د ماتې خوړلو په لور روان و.

هغه په دې خبرې سره چې طالبان په افغانستان کښې یو حقیقت دی، زیاته کړه: له طالبانو سره د مذاکرې وجه دا وه چې امریکې به هر کال طالبانو ته ډیرې سیمې ورسپارلې.

امریکې او انډیوالانو یې په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پله په ۲۰۰۱ کال کښې په دغه هیواد حمله وکړه او دغه نیواکګري یې د افغانستان د جنګ او نښتو او د اقتصادي بیخ بیناؤ د نابودۍ او همداشان د ناامنۍ، ترهګرۍ او د نشه ایزو توکو د تولید د زیاتیدو سبب شوه.

امریکايي پوځیان د افغانستان له ۲۰ کلن نیواک وروسته بلآخره د روان کال د آګست میاشتې په وروستیو کښې ډیر په سپکوالي سره له افغانستانه ووتل.

 

ټیګونه