Nov 25, 2021 14:09 Asia/Kabul
  • د اروپائی ټرائيکا تپنې او  پر ایران د ایټمي فعالیتونوپه باب تورلګول

 د ایران داسلامی جمهوریت  حکومت همداشان ، د اسلامی شورا د  مصوبې په اساس ، دالحاقي پروټوکول د خپلې خوښې اجرا هم درولې ده . په عین حال کې  دغه اقدامات ، یوازې د امریکاد غلیمانه اقداماتو  او  د اروپایانو د نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس د ژمنتیاؤ  په ترسره کولو کې د دوي  د بې عملۍ په وړاندې یو غبرګون دی .

  اروپائي ټرائيکا،یعني فرانسې ، انګلستان او جرمني بیګا  د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس  د واکمنې شورا په ناستې کې  په یوې ګډې اعلامیې کې  په هغه څه چې د دوي په وینا،د ایران دمنظم شوي ایټمی فعالیت  تاؤتریخوالی بلل شوی ،اندیښنه ښودلې او مدعي شوي  د ایټمي توانمنیو په لوړتیا کې د ایران اقدام ، نړیواله ټولنه  له جدي خطرو سره  مخامخ کوي .

 اروپایانو همداراز د پرمختللو سنټرفیوژونو په نصبولو کې  د یران وروستی اقدام ، یو اندیښمنونکی بدلون بللی او مدعي شوي دي  چې دغه بهیر د  ایران لپاره په لوړو سویّو د یورانیمو د پخولو زمینه لاهوارولی شي .

داسې بریښي ،  په اوسني حساس وخت کې  یعني، د ایران او ۴+ ۱ ډلې ترمینځ  د نومبر په ۲۹نیټه  د ویانا د خبرواترو د اوم پړاؤ  له پیلیدا مخکې لویدیځوالو د اروپا او امریکا د غیرمنطقي  غوښتنو او شرائطو  دمنلو په خاطر په  تهران باندې د دباؤ  داچولو لپاره  پراخ تبلیغات  او نفسیاتي جنګ پیل کړی دی . .

د  ایران د  هغو ایټمي فعالیتونو په باب  چې په بشپړ ډول  دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس  د اساسنامې اومقرراتو په چوکاټ کې ترسره کیږي ، د اروپائي ټرائيکا  اعلامیه ، په همدې لړ کې  دارزونې وړ ده .

  یو مهم ټکی دا چې  اروپایانو عملا  د ۲۰۱۸کال دمئ په اتمه نیټه  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا له یو اړخیزې وتنې وروسته ، ددغې نړیوالې ایټمي موافقې  د مادو په اساس  دخپلو ژمنتیاؤ د پوره کولو  لپاره  او دغه راز د ایران په ضد د امریکا دیواړخیزو  بندیزونو د اغیزو  د کمولو لپاره  هیڅ اقدام نه دی کړی  او په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  یوازې په ظاهری بڼه  ئې شتون درلودلی دی او  په یو ډول د ایران پورَوَړي دي .

 اروپائي ټرائيکا چې  اوس د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دخلاف ورزۍ په زمینې کې  د ایران په ضد د تور لګونې  مدعي ده ، ، د امریکا د دباؤنو  او هم د لازمې ارادې د نه شتون په دلیل ، تر دې دمه ئې   په نړیوالې ایټمي موافقې کې  دخپلو ژمنو له اجرا په تیره بیا د اینسټکس ،په نامې سره  له ایران سره د مالی اوتجارتي تعامل  د لاروچارو یا سسټم د اغیزشیندوکي اجرا  څخه ډډه کړې ده .

همدغه مسئلې او موضوعګانې سبب شوي، څو  ایران  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د امریکا دغیر قانوني وتلو او د اروپایانو دد ژمنې د خلاف ورزیو  په وړاندې خپل غبرګون  پيل کړ .  تهران د  اروپائي هیوادونو په بې عملۍ بانډې په غبرګون کې د نړیوالې ایټمي موافقې د ماددو په اساس په پنځو ګامونو پورته کولو کې  د دغې  موافقې د مادو په اساس خپلې ژمنتیاوې کمې کړې  او  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې   په ورآخوا ګامونو کې ئې  د  یورانیمو دپخولو د سوئې  دزیاتولو  او د نوو سنټرفیوژونو  دعملیاتي کولو اقدام وکړ .

 د ایران داسلامی جمهوریت  حکومت همداشان ، د اسلامی شورا د  مصوبې په اساس ، دالحاقي پروټوکول د خپلې خوښې اجرا هم درولې ده . په عین حال کې  دغه اقدامات ، یوازې د امریکاد غلیمانه اقداماتو  او  د اروپایانو د نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس د ژمنتیاؤ  په ترسره کولو کې د دوي  د بې عملۍ په وړاندې یو غبرګون دی .په حقیقت کې اروپایان چې  اوس د جوزف بایډن  د ولسمشرۍ په پړاؤ کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په زمینې کې د  امریکا ترڅنګ په یوې واحدې جبهې کې  عمل کوي ، ددغه وضعیّت د ګرَم  د پيژندلو  په ځاي  او د ایران له خوا د نړیوالې  ایټمي موافقې د ژمنتیاؤ  اجرا کیدا د څنګةکولو دلیلونو ته له توجه پرته،پر نورو د تپنې په کړچار کې،هڅه کوي،څو تهران  د اوسني وضعیّت ګرَم وبریښوي .په داسې حال کې چې د ایران دریځونو اوتیرو بهیرونو ته کتنه ښئ چې تهران  په یوه منطقي او قانوني چوکاټ کې عمل کړی دی .

 یوه بله موضوع،چې د اروپائي ترائيکا په اعلامیې کې ورته اشاره شوې ده ،هغه  ادعا   دا ده چې،د ایران اقدامات،د ایټمي فعالیتونو د منع کونې په زمینې کې د  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ارزښت  دکمیدا سبب شوي دي .  درو اروپائي هیوادونو همداراز په هغه څه چې  د دوي په ادعا سره ،  دایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره  د ایران ددملګرتیا کمیدا بلل شوې ،  اندیښنې ښودل شوې او مدعي شوي دي ،  دا د  ایران  پر ایټمی پروګرام باندې د  څارنې لپاره د آژانس  دتوانمنیۍ  د کمولو سبب شوې ده .په داسې حال کې چې  حتی د آژانس د  مخکینیو راپورونو په اساس ،  ایران هیڅکله هم دخپلو ایټمي فعالیتونو  په زمینې کې انحراف  نه دی درلودلی  او د الحاقي پروټوکول  داجرا د دریدا په زمینې کې  له آژانس سره  د ملګرتیا  دسوئې کمیدا هم د  ایران دپارلیمان د مصوبې  د اجراپه چوکاټ کې  او د اروپا دژمنو د نه اجرا کیدا باندې   په غبرګون کې ترسره شوي ده .  اوس غونډسکه  د لویدیځوالو په ګراؤند کې ده  څو د تورلګونې او پر نورو د تپنې په ځاي  د ویانا خبرې اترې بیره  پیل کړي .  مسلما  د  امریکا د ایراني ضد یو اړخیزو بندیزونو دلغوه کیدا په بڼه کې   به تهران هم د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دژمنو بیرته اجرا لپاره تیار شي .

 

ټیګونه