Nov 25, 2021 15:32 Asia/Kabul
  • د IAEA واکمنه شورا د نړیوالې ایټمي موافقې بشبړ احیاءغواړي

 د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس  د واکمنې شورا ناسته پرون پیل شوي  ، تر درو ورځو پورې یعني تر سبا پورې به دوام ولري ،  او ټاکل شوې ده د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ  ایټمي خبرې اترې هم په ویانا کې  له راتلونکي  اونۍ څخه  د  متحده ایالاتو په غیر مستقیم شتون سره  پیل شي .

فارس خبري آژانس راپور راکړ، په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د روسیې دایمي استازي میخائیل  اولیانوف نن پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د واکمنې شورا نننۍ غونډې ته په اشارې سره  ولیکل،  د آژانس واکمنې شورا دملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په سیوري کې په ایران کې د   څارنې او تائيدیدا  ارزونې  پاي ته ورسولې .

 اولیانوف  وروسته د آژانس د واکمنې شورا  دغونډې دچورلیز په باب هم ووئیل ،درستو ویناوالو عملا د جامعې  ایټمی موافقې د احیاء به ضرورت ټینګار کړی او د ویانا دخبرواترو لپاره ئې چې ټاکل شوې ده، دنومبر به نهه ویشتمه نیټه  بیرته پیل شي،دبریالیتوب هیله  کړې ده .

 د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د واکمنې شورا ناسته پرون پیل شوي، تردرو ورځو پورې یعني ترسبا پورې به دوام ولري ،او ټاکل شوې ده د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ  ایټمي خبرې اترې هم په ویانا کې له راتلونکي  اونۍ څخه د متحده ایالاتو په غیر مستقیم شتون سره  پیل شي .

 

ټیګونه