Nov 30, 2021 05:01 Asia/Kabul
  • له اسرائیلو د امریکې ملاتړ، له ډل وژونکو وسلو د سیمې د پاکیدو خنډ دی

په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي وویل: د اسرائيلو په ایټمي پروګرام باندې د امریکې سترګې پټول او ورڅخه یې ملاتړ، له ډل وژونکو وسلو د لویدیځې آسیا د پاکیدو مخه نیسي.

په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي وویل: د اسرائيلو په ایټمي پروګرام باندې د امریکې سترګې پټول او ورڅخه یې ملاتړ، له ډل وژونکو وسلو د لویدیځې آسیا د پاکیدو مخه نیسي.

مجید تخت روانچي بیګا له ډله وژونکو وسلو د لویدیځې آسیا د پاکولو په موضوع سره دویمې غونډې کښې، د ایران د اسلامي جمهوریت لیدتوګې بیان کړې.

هغه څرګنده کړه چې ځیني لوري نه غواړي چې دا غونډه بریمنه ترسره شي او په داسې حال کښې چې له سیمې څخه ټول بلل شوي او څلور ایټمي قدرتونه په کانفرنس کښې ګډون کوي، امریکې او اسرائيلو ورسره بیاهم مخالفت کړی او په ډیرو غونډو کښې نه کښیني.

روانچي زیاته کړه: په داشان حالاتو کښې د دغو خنډونو د ختمیدو وړومبنۍ لاره، د یو غیر ایټمي غړي په توګه په این، پي، ټي تړون کښې د اسرائیلو شاملیدل او په خپلو ټولو ایټمي فعالیتونو باندې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د څارنې او تلاشیو منل دي.

په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي هم داشان د ایران ایټمي پروګرام ته د اشارې لپاره ځینو بیانیو ته په نغوتې سره ټینګار وکړ چې د ایران د ایټمي پروګرام صلحه ایز والی د آژانس له خوا تائید شوی دی او دا خبرپاڼې اصلي ګواښ ته چې د اسرائیلو د ډل وژونکو وسلو پروګرام دی، له پاملرنې څخه لرې کوي.

 

ټیګونه