Dec 01, 2021 15:50 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه دې د ایران خلاف د امریکې د اقتصادي ترهګرۍ په وړاندې اودریږي

د ایران مرستیال خارجه وزیر وویل: ملګري ملتونه دې په یوه خوله د ایران د خلکو د امریکې د اقتصادي ترهګرۍ او یواړخیزپالنې خلاف اودریږي او هغه دې وغندي

د ایران مرستیال خارجه وزیر وویل: ملګري ملتونه دې په یوه خوله د ایران د خلکو خلکو د امریکې د اقتصادي ترهګرۍ او یواړخیزپالنې خلاف اودریږي او هغه دې وغندي.

محمد حسن شیخ الاسلامي د ملګرو ملتو د جوړیدو د شپږ اویایمې کلیزې په دستورو کښې وویل: د ملګرو ملتو ورځ د دغه سازمان د منشور د اصولو او اهدافو د پوره کیدو په لړ کښې د هیوادونو له هلوځلو په ملاتړ کښې د هغه د مهم رول د یادونې لپاره یو مناسبه موقع ده.

د ایران د خارجه وزیر مرستیال وویل: ملګري ملتونه کوې شي او باید چې په ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي برخو کښې د برابرو حقوقو لپاره د هیوادونو د ستونزو د هوارولو په موخه د هغوي د اړیکو د پراختیا لپاره د اړتیا وړ زمینه برابره کړي او د دې کار لپاره ضروري ده چې ټول غړي هیوادونه څواړخیز پالنه زیاته کړي او له یواړخیزپالنې ډډه وکړي ځکه چې یواړخیزپالنه د هیوادونو اړیکې خرابوي او د ملګرو ملتو په هدف باندې سترګې پټوي.

 

ټیګونه